ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چین کې په یوه ورځ د افغانستان ۲۶ ټنه جلغوزي پلورل شوي

چین کې په یوه ورځ د افغانستان ۲۶ ټنه جلغوزي پلورل شوي

author avatar
8 Nov 2021 - 11:53
چین کې په یوه ورځ د افغانستان ۲۶ ټنه جلغوزي پلورل شوي
author avatar
8 Nov 2021 - 11:53

کابل (پژواک، ۱۷لړم ۱۴۰۰): د صنعت او سوادګرۍ وزارت وایي، د چین په یوه یو ورځني نندارتون کې د افغانستان ۲۶ ټنه جلغوزي پلورل شوي دي.

د افغانستان د صنعت او سوادګرۍ وزارت پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې دغه جلغوزي د چین په شانګهای ښار کې په یوه نندارتون کې پلورل شوي دي.

چین د افغانستان د جلغوزو لپاره تر ټولو لوی بازار دی.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر حکومت له منځه تلو وروسته، د لومړي ځل لپاره د روانې لړم میاشتې په نهمه د افغانستان ۴۵ ټنه جلغوزي د هوايي دهلېز له لارې چین ته ولېږدول شول.

همدا راز تېره ورځ د جلغوزو د تولید ټولنې وویل چې سږ کال په نړیوال مارکېټ د جلغوزو تقاضا تر بل هر وخت ډېره شوې ده، خو له افغانستانه د صادراتو په برخه کې د شته ستونزو له امله پر وخت صادرات نه شي کولی.

د کرنې وزارت په ۱۳۹۷ کال کې ویلي وو چې افغانستان هر کال د ۳۵زره ټنه جلغوزو د تولید وړتیا لري. د افغانستان جلغوزي په نړیوال مارکېټ کې شهرت او لوړه بیه لري.

Views: 522

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.