Pajhwok Afghan News

کندهار او لښکرګاه ښارونو ته د کجکي برېښنا وصل شوه

کندهار (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۰): د هلمند له کجکي بند څخه کندهار او لښکرګاه ښارونو ته د برېښنا درېدلی جریان بیا پيل شو.

څه باندې دوه میاشتې مخکې په کجکي بند کې اوبه کمې شوې وې چې له امله یې د برېښنا تولید درېدلی و او دواړه ولایتونو له برېښنا بې برخې وو.

خو اوس چې د اوبو کچه لوړه شوې، د برېښنا د تولید چارې یو ځل بیا پیل شوي او دواړو ولایتونو ته د برېښنا جریان پیل شوی دی.

د کندهار د برېښنا رییس ملا پاچا یوسف پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرې چهارشنبې راهیسې په کجکي بند کې د برېښنا توليد پیل شوی چې په پایله کې یې کندهار او هلمند ته برېښنا وصل شوې ده.

هغه زیاته کړه، څه باندې دوه میاشتې مخکې پر کندهار او هلمند برېښنا بنده شوې وه، ځکه په کجکي بند کې اوبه نه وې او نه هم په کندهار کې د جنراتورانو تېل وو څو ښاریانو ته برېښنا برابره کړي.

ده زیاته کړه، وروسته له شاوخوا دوه میاشتو چې په کجکي بند کې اوبه زیاتې شوې، یو توربین فعاله شوی او کندهار ته برېښنا راغلې ده.

هغه وویل، ستونزو ته په کتو یې برېښنا وېشلې او د ښار بېلابېلو سیمو ته څلور- څلور ساعته برېښنا ورکوي.

د برېښنا رییس وایي، د ورځې له پلوه برېښنا ډېره ده ځکه د سولر له پاورپلانټونو هم کار اخلي او کېدای شي ښار ته ټوله ورځ برېښنا ورسېږي خو د شپې له مخې به برېښنا کمه وي.

د برېښنا نشتون نه یوازې ښاریان له سختو ستونزو سره مخ کړي وو، بلکې صنعت ته یې هم درانه زیانونه اړولي وو.

د کندهار یوه صنعتکار فیض الحق مشکاني پژواک خبري اژانس ته وویل، د برېښنا د نشتوالي له امله په لسګونو  فابریکې تړل شوي خو اوس تازه چې د کجکي برېښنا سمه شوې، معلومه نه ده چې د فابریکو لپاره به کار وکړي که نه.

د شریني جوړولو د یوې فابریکې کارکوونکی احمد ضیاء وايي، د فابریکې فعالیت یې له تیرو څو میاشتو راهیسي ولاړ دی، ځکه برېښنا نشته او د تېلو د لوړې بیې له امله نه شي کولای فابریکه په جنراتور فعاله وساتي.

خو د برېښنا ریاست چارواکي وايي چې په دې اړه له صنعتکارانو سره مجلس کوي چې څنګه باید صنعتي پارک ته برېښنا برابره کړي څو د هغوی فعالیت دوام وکړي.

د چارواکو په خبره، د کجکي په برېښنا کې پارچاوي او نورې ستونزې راځي نو ځکه ډاډه نه دي چې اوسنۍ برېښنا به د فابریکو لپاره کار وکړي.

په کندهار کې د برېښنا د کمښت ستونزه له کلونو راهیسې پر ځای پاتې ده چې د تېر حکومت پر مهال یې هم د بنسټیر حل لپاره کار و نه شو.

اوس مهال کندهار ته له کجکي بند څخه یوازې ۲۰ مېګاواټه برېښنا رسېږي چې په هیڅ توګه بسنه نه کوي.

دغه راز په دې وروستیو کې د ورځې له مخې د یوه سولر پلانټ څخه هم کندهار ښار ته ۳۰ مېګاواټه برېښنا ورکول کېږي.

Views: 543

Exit mobile version