ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مجاهد: د کابل د محاکمو پر فعالولو کار روان دی

مجاهد: د کابل د محاکمو پر فعالولو کار روان دی

author avatar
15 Nov 2021 - 16:06
مجاهد: د کابل د محاکمو پر فعالولو کار روان دی
author avatar
15 Nov 2021 - 16:06

کابل (پژواک، ۲۴ لړم ۱۴۰۰): د حکومت یوه سرچینه وایي چې د کابل د محاکمو د فعالېدو کار جریان لري او د یادو ادارو ښځینه کارکوونکې به له یوه طرزالعمل وروسته چې د هغو مصوونیت په کې خوندي کېږي، خپلې دندې پیل کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي: «مخکې له دې چې موږ کابل ته راشو، اسلامي امارت په ټولو ولایتونو کې عدلي او قضایي سیستم درلود چې هماغه سیستم اوس هم په ټول هېواد کې فعال دی خو کله چې کابل ته راغلو، د سترې محکمې له لارې د محاکمو پر فعالولو مو کار پیل کړی.»

ده په داسې حال کې چې ویل یې، اوس مهال د خلکو عدلي او قضایي ستونزو ته رسېدنه کېږي، زیاته کړه چې ډېر ژر به ټولې محکمې فعالې شي.

مجاهد د محاکمو په برخه کې د ښځو کارکوونکو په اړه وویل، حکم صادر شوی چې د هېواد د عدلي او قضایي ادارو په ګډون د ټولو ادارو ښځې کارکوونکې چې په هېواد کې پاتې دي، غیرحاضرانې به نه ګڼل کېږي او معاشونه به یې ورکړل شي.

هغه زیاته کړه: «ښځې به له یوه طرزالعمل وروسته چې د دوی مصئونیت په کې وي، خپلو دندو ته د تلو اجازه ولري.»

د هغه په خبره، کله چې ښځو ته داسې شرایط برابر شي، په ازادانه ډول به خپل کارونه پیل کړي.

Views: 54

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.