Pajhwok Afghan News

“نظام الدین قیصاري په ایران کې نیول شوی دی”

کابل (پژواک، ۲۵ لړم ۱۴۰۰): یوه ایراني چارواکي ویلي چې نظام الدین قیصاري د ایران په پلازمېنه تهران کې د جعلي اسنادو جوړولو په تور نیول شوی دی.

نظام الدین قیصاري چې مخکې په فاریاب ولایت کې د ولسي پاڅون په چارو کې د ملي جنبش ګوند د بنسټ ایښودونکي مارشال عبدالرشید دوستم ځانګړی استازی او په دغه ولایت کې د نامسوولو وسله والو قوماندان و، شاوخوا درې میاشتې مخکې د مزارشریف د سقوط پر مهال د طالبانو له لوري ونیول شو. له هغه وروسته چې نوموړی طالبانو خوشی کړ، ایران ته لاړ او بیا یې پر خپل فېسبوک اعلان کړی و چې په ایران کې د افغان کډوالو استازی ټاکل شوی دی.

خو د ایران د کورنیو چارو په وزارت کې د بهرنیو چارو او کډوال عمومي مدیر مهدي محمودي تسنیم خبري آژانس ته ویلي: «د افغانستان د مخکني حکومت ته دغه نږدې چارواکی (قیصاري) زموږ هېواد ته په ناقانونه توګه راغلی او په ایران کې یې د افغان کډوالو د هویت د اسنادو په تړاو ځینې غیر قانوني کړنې کړې وې.»

د سرچينې د معلوماتو له مخې، قيصاري په تهران، کرج او د پلازمېنې په څنډو کې د درېیو غیر قانوني  دفترونو په پرانيستلو سره د افغان کډوالو په ځانګړي ډول هغو کسانو لپاره چې د اوسېدو هيڅ ډول اسناد یې نه درلودل، جعلي اسناد جوړول او په بدل کې یې پیسې ترې اخیستې.

قیصاري تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Views: 56

Exit mobile version