Pajhwok Afghan News

د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر: د هلمند اوبو د مهار او تنظیم لپاره جدي هڅې کوي

لښکرګاه (پژواک، ۲۷ لړم ۱۴۰۰): د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر وايي، د هلمند د اوبو د عادلانه وېش، تنظیم او مهار لپاره جدي هڅې کوي.

مولوي عبدالطیف منصور دغه څرګندونې هلمند ته د خپل سفر په لړ کې د دغه ولایت د سیندیزې حوزې له مسوولینو او کارکوونکو سره په لیدنه کې وکړې.

منصور وویل، سږ وچکالي ده، د هلمند په کجکي بند او نورو سیمو کې اوبه کمې شوې چې خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

دی وايي، دغه ولایت ته یې په همدې موخه سفر کړی څو د خلکو د اوبو ستونزه حل کړي.

نوموړي خبر ورکړ چې له کجکي او سنګین ولسوالیو څخه را پارچاو شوي اوبه د ګرشک ولسوالۍ بغرا نهر او دغه راز باباجي، نادعلي او مارجې ولسوالیو ته په منظمه توګه ووېشل شي.

هغه یادونه وکړه چې وروسته به مرکزي ولسوالیو ناوې او ګرمسېر ته له اړتیا سره سمې اوبه ورکړل شي.

دی وايي، له هغه وروسته چې په کجکي بند کې د اوبو د کمښت ستونزه حل شي، د هرې ولسوالۍ اوسېدونکو ته به په نوبتي شکل اوبه ورکړل شي.

نوموړی وروسته ګرشک ولسوالۍ ته هم لاړ او هلته یې د بغرا سربند او برېښنا بند ولید او وارزاوه.

هغه وویل، د ګرشک ولسوالۍ د برېښنا بند د هغو برخو د جوړولو لپاره به اقدام وکړي چې د اورښتونو له امله د سېلابونو له خطر سره مخ دي.

نوموړي د دې تر څنګ خبر ورکړ چې حکومت به په ټول هېواد کې د اوبو د تنظیم، مهار او عادلانه وېش د تطبیق په موخه یو شمېر پروژې تطبیق کړي.

ده له خلکو وغوښتل چې د اوبو په سپما او مدیریت کې له حکومت سره همکاري وکړي.

د هلمند سیندیزې حوزې رییس ملا محمد یعقوب وايي، د اوبو د مهارولو او تنظیم لپاره یې جدي هڅې پيل کړي او د هغو کسانو مخینوی یې کړی چې د ګرشک بغرا نهر ته یې په ناقانونه توګه واټرپمپونه ایښي وو.

دی وايي، یوازې په تېرو څو ورځو کې یې د مارجې ولسوالۍ، لوی مانده او نهر سراج ویالې څخه ۶۳۵ واټرپمپونه لیري کړي دي.

د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر داسې مهال هلمند ته سفر کوي چې په دې وروستیو کې دغلته خلک او کروندګر د وچکالۍ له امله له ستونزو سره مخ شوی او ان و نه توانېدل د مني موسم کښتونه وکړي.

Views: 332

Exit mobile version