Pajhwok Afghan News

متحده عربي اماراتو په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانيست

کابل (پژواک ۲۹ لړم ۱۴۰۰): حکومت وايي چې متحده عربي اماراتو په پلازمېنه کابل کې خپل سفارت د خپل بیرغ په پورته کولو سره بېرته پرانيست.

دغه څرګندونې د حکومت مرستيال وياند احمدالله وثیق په خپلې ټويټرپاڼه کې کښلي دي.

ده زياته کړې: “د نورو مثبتو ګامونو په لور یو مثبت ګام. متحده عرب امارات او افغانستان پخوانۍ ښې اړیکې لري، باید لا غښتلې او پياوړی شي.”

له هغه مهاله (د زمري ۲۴مه) چې کابل کې نوی نظام رامنځ ته شوی، تراوسه د نړۍ هيڅ هېواد دا حکومت په رسميت نه دی پېژندلی او هم زياترو سفارتونو خپلې چارې په ټپه درولې دي، خو ځيني سفارتونه پرانیستي دي.

Views: 150

Exit mobile version