Pajhwok Afghan News

لښکرګاه کې د شپږ میلیونه افغانیو په لګښت کانال جوړېږي

لښکرګاه (پژواک، ٣٠ لړم ١٤٠٠): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د څه باندې شپږ ميليونه افغانيو په لګښت د يوه کانال جوړېدو چارې پيل شوې.

د يادې پروژې د پيل پر مهال د هلمند ښاروال ملا انصاري رسنيو ته وويل چې د مرکز لښکرګاه په لومړۍ او دويمه ناحيه کې د ٧٠٠ مترو په اوږدوالي د يوه کانال جوړولو چارې پيل شوې.

ده وويل چې د يادو کانال پر جوړولو ٦،٤ ميليونه افغانۍ لګول کېږي چې لګښت يې د ښاروالۍ له بودجې ورکول کېږي.

مولوي انصاري له خلکو غوښتنه وکړه چې حکومت ته د ټکس په ورکولو کې همکاري وکړي، څو ورته نورې پروژې هم پلې شي.

همدارنګه د لښکرګاه ښار اوسېدونکي وکيل عبدالخالق اکا پژواک ته وويل چې د ياد کانال په جوړېدو سره به تر ډېره د خلکو ستونزې هوارې شي.

دى وايي: ((د ژمې په موسم کې په يادو ناحيو کې ډېرې اوبه ټولېږي چې خلک له ډېرو مشکلاتو سره مخ کوي، خو د دغه کانال په جوړېدو سره به تر ډېره دغه مشکل حل شي.))

داسې مهال په مرکز لښکرګاه کې د يوه کانال د جوړېدو چارې پيلېږي چې د تېرو جګړو پر مهال د دغه ښار ګڼ شمېر پلونه، پلکوټي، سړکونه، روغتونونه،  ښوونځي او د استوګنې کورونه له منځه تللي دي.

Views: 25

Exit mobile version