Pajhwok Afghan News

د غوري سمنټو فابریکې تولید ٥٠ سلنه کم شوی

پلخمري (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۰): د غوري سمنټو فابریکې مسوولین وايي چې د مالي ستونزو او په بازار کې د سمنټو د تقاضا کموالي له امله د دې فابریکې په تولید کې ٥٠ سلنه کمښت راغلی دى.

د غوري سمنټو فابریکې د فني چارو مرستیال انجنیر نظر محمد مموزي د لړم په ۳۰مه پژواک اژانس ته وویل چې د سون توکو لپاره د پیسو نه شتون او په بازار کې د سمنټو تقاضا د کموالي له امله د غوري سمنټو فابریکې په توليداتو کې ٥٠ سلنه کموالى راغلى دى.

دی وايي چې د پخواني نظام له ړنګېدو سره سم په بانکي سيستم کې ستونزې پيدا شوې چې له امله يې د دې فابريکي په مالي برخه د پيسو له نشتوالي سره مخ شوه.

ده زياته کړه: ((د پيسو د نه شتون له امله موږ پر وخت ونه شول کولاى چې د سون توکي واخلو، نو ځکه توليدات مو پنځوس سلنه کم شول.))

مموزى وايي چې پخوا په ٢٤ ساعتونو کې دې فابريکې ٤٠٠ ټنه سمنټ توليدول، خو اوس دغه کچه دوو سوو ټنو ته راټيټه شوې ده.

نوموړي دا هم وويل چې د وروستيو تحولاتو له امله په بازار کې د سمنټو تقاضا  کمه شوې چې د دوى پر توليد يې منفي اغېزې کړی دی.

خو دى وايي: ((اوس مو له يوه شرکت سره قرارداد کړى او کوښښ کوو چې يو ځل بيا د هېواد مارکېتونو ته غوري سمنټ ورسوو.))

په ورته وخت کې د غوري سمنټو فابریکې د پلان مدیر  انجنیر احسان الله هم  وايي چې د پخوا په پرتله د فابريکې د توليداتو کچه ډېره کمه شوې ده.

ده وويل: ((مخکې کې موږ د مګنيزيم په نوم خښتې د فابريکې په داشونو کې کارولې چې اوس هغه ختمې شوې او په وارداتي دروازو کې هم ستونزې ډېرې شوې دي نو ځکه توليد مو کم شوي دي.))

په دې اړه د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ريیس مولوي مصطفی هاشمي وويل چې د نوي نظام په راتګ سره د هېواد په ډېرو توليدي برخو کې ستونزې پيدا شوې خو يو شمېر یې اوس بېرته حل شوې دي.

ده وويل چې د غوري سمنټو په توليد کې هم کمښت راغلى خو ډېر ژر به يې ستونزې حل او بېرته به خپل عادي حالت ته وګرځي.

د يادونې ده، د غوري سمنټو فابريکه دوه توليدي دستګاوې لري چې په دوو شیفټونو کې د اتو سوو کسانو په همکارۍ د ٦٠٠ ټنه سمنټو د توليد وړتيا لري.

Views: 174

Exit mobile version