Pajhwok Afghan News

کندهار کې له سوالګرو سره د مرستې لپاره ځانګړې اداره جوړه شوې

کندهار (پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): په کندهار کې له هغو کسانو سره د مرستي ځانګړې اداره جوړه شوې چې د سړکونو پر غاړه سوال کوي.

د دغې ادارې مسوولین وايي، له تېرو درېیو میاشتو راهیسې یې په کندهار کې د پنځوس میلیونه افغانیو په ارزښت نغدي او د خوراکي توکو مرستې پر شاوخوا څلور زره بېوزلو او بې سرپرستو کورنیو وېشلي او دغه لړۍ دوام لري.

د یادې ادارې مشر محمد عيسى کامل نن دوشنبه یو شمېر سوالګرو ته د مرستې د وېشلو پرمهال وویل، دغه اداره د کندهار والي په هڅو جوړه شوې او نن یې هم له شاوخوا دوه سوه کورنیو سره د غنمو او نغدي مرستې وکړې.

هغه وویل، دا مرستې هره اوونۍ پر دغو بې وزلو او بې سرپرسته کورنیو وېشل کيږي خو ټاکلې اندازه نه لري.

پر همدې مهال سوالګر چې ډېری یې ښځي دي وايي، خوښ دي چې د ولایتي ادارې له خوا ورسره نغدي او د خوراکي توکو مرستې کیږي.

یوه سوالګره ښځه رقیه وایي، دوی له حکومت څخه مننه کوي چې له فقر او سوال کولو څخه يې خلاص کړي او مرستې ورسره کوي.

هغه وایي، که دغه مرستې دوامداره وي دوی به نور سوال کولو ته نه مجبوريږي او په همدې مرستو به ګوزاره وکړي.

Views: 153

Exit mobile version