لښکرګاه (پژواک،د ليندۍ لومړۍ نېټه ١٤٠٠): په هلمند کې د څه باندې ٤٠ ميليونو افغانيو په لګښت د اکسیجن د تولید يوه دستګاه فعاله شوه.
په هلمند کې د کرونا د لومړۍ او دویمې څپې د خپرېدو پرمهال په دغه ولایت کې د اکسیجن د کمښت له امله پر کرونا د اخته ناروغانو مړینه ډېره وه.
په یاد ولایت کې د اکسیجن د اړتیا د بشپړولو په موخه یونیسف ( UNICEF ) یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو نړیوال صندوق په خپل مالي لګښت د اکسيجن د توليد يوه دستګاه فعاله کړې ده.
د دغې دستګاه ټوله ماشینري له ترکیې هېواد څخه د یونیسف په همکارۍ راوړل شوې ده.
د هلمند ولایت د عامي روغتیا ریاست مالي او اداري مدیر ډاکټر ممتاز احمد زیرک وویل چې په دغه ولايت کې اکسيجن ته ډېره اړتيا ده، ځکه يو شمېر ناروغان د اکسيجن د کموالي له امله مړه کیږي.
ده وويل چې د نوې دستکاه د فعاليت له پيل سره به تر ډېره د اکسيجن د کموالي ستونزه هواره شي.
نوموړی وایي چې د اکسیجن د تولید دغه دستګاه په یوه وخت کې ۱۰۰ ناروغانو ته اکسیجن ورکولی شي او په ۲۴ ساعتونو کې د ۲۰۰ اکسیجن ډبو د ډکولو وړتیا لري.
د هلمند ولایت د عامي روغتیا ریاست مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د کرونا درېيمه څپه خپره شوې خو د مړينې کچه ټېټه ده.
د یادوني ده چي یونیسف د هلمند ترڅنګ په فراه، فاریاب، جوزجان، سمنګان، سرپل، بلخ، پروان، پکتیا او هرات ولايتونو کې هم د اکسيجن ورته دستګاوې فعالې کړې دي.
Views: 24