کابل (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): کورنیو چارو وزارت وايي چې د پاسپورټ په ریاست کې شته تخنیکي ستونزه به ژر حل او په کابل کې به بېرته د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل شي.
د کورنيو چارو وزارت وياند قاري سعيد خوستي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په پاسپورټ رياست کې د شته تخنيکي ستونزې پر حل کېدو کار روان دى او ډېر ژر به د پاسپورټونو د وېش لړۍ بیا پيل شي.
هغه په کابل کې د پاسپورټونو د وېش د بیا پیل د نېټې په اړه معلومات ورنه کړل؛ خو وویل چې پاسپورټ رياست په پام کې لري چې په ۷ نورو ولايتونو کې هم د پاسپورټونو د وېش لړۍ پيل کړي.
د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې تر سياسي بدلون وروسته د پاسپورټونو د وېش بهير ودرول شو؛ خو دا لړۍ په کابل کې د اوسني نظام له خوا د تلې په ۱۳مه بېرته پیل شوه او په دې وروستیو کې په ۷ نورو ولایتونو کې هم د پاسپورټونو وېش پیل شوی دی.
خو د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ عمومي ریاست د لړم په ۲۵مه اعلان وکړ چې د تخنیکي ستونزو له امله کابل کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ تر نامعلومې مودې ځنډول شوې ده.
د پاسپورټ ریاست سرپرست علم ګل حقاني په یوه ویډیویي پیغام کې چې پر فیسبوک پاڼه یې خپور شو ویلي چې د دغه ریاست ځینې وسایل له کاره لوېدلي دي.
Views: 415