ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت یو شمېر وزارتونو، ملکي او پوځي ادارو لپاره نوي سرپرستان او مرستيالان وټاکل

22 Nov 2021 - 20:16
22 Nov 2021 - 20:16

کابل (پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه، ۱۴۰۰): حکومت د دوو وزارتونو لپاره سرپرست وزيران، او پاتې يو شمېر نورو وزارتونو، خپلواکو ملکي او پوځي ادارو او قول اردوګانو لپاره نوي سرپرستان پر دندو وګومارل.

د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې دغه ټاکنې د حکومت د مشرتابه د فرمان پر اساس شوي دي.

نوي ټاکل شوي سرپرست وزيرانو او چارواکي په لاندې ډول دي:

مولوي شهاب الدين دلاور  د کانونو او پترولیم وزارت د سرپرست په توګه

ملا محمد عباس اخند د حوادثو ضد وزارت د سرپرست په توګه

حاجي ملا محمد عيسی اخند د کانونو او پترولیم وزارت د مرستیال په توګه

مولوي  شرف الدين  د حوادثو ضد وزارت د  مرستیال په توګه

مولوي  عنايت الله  د حوادثو ضد وزارت د  مرستیال په توګه

مولوي حمد الله زاهد د ملي تدارکاتو د ادارې  د سرپرست په توګه

شيخ  عبدالرحيم  د ملي تدارکاتو د ادارې د مرستیال په توګه

مولوي قدرت الله جمال  د تفتيش د عالي ادارې د سرپرست په توګه

مولوي عزت الله  د تفتيش د عالي ادارې د مرستیال په توګه

مولوي  محمدیوسف مستري د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د سرپرست په توګه

ملا حبیب الله فضلي د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مرستیال په توګه

مولوي کرامت الله اخندزاده د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د ادارې د سرپرست په توګه

مولوي احمد طه د سرحدونو او قبائلو چارو وزارت د مرستیال په توګه

مولوي ګل زرين د سرحدونو او قبائلو چارو وزارت د کوچيانو د لوی رياست د رئیس په توګه

شيخ مولوي عبدالحکيم  د شهیدانو او معلولينو وزارت د مرستیال په توګه

مولوي سعید احمد شهيد خېل  د پوهنې وزارت د مرستیال په توګه

مولوي عبدالرحمن حلیم د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزارت د مرستیال په توګه

مولوي عتیق الله عزیزي د اطلاعات او کلتور وزارت د اداري او مالي مرستيال په توګه

حاجي ملافیض الله اخند د اطلاعات او کلتور وزارت د ځوانانو چارو د مرستيال په توګه

مولوي  سیف الدین تائب د چارو ادارې لوی ریاست د ارتباطاتو د مرستيال په توګه

مولوي فتح الله منصور د کندهار هوايي ډګر د  مسئول په توګه

حاجي محمد اسماعيل صاحب د نظامي محکمې د اجرائيه قواوو د قومندان په توګه

مولوي عصمت الله عاصم د سرې مياشتي د ټولنې د مرستیال په توګه

مولوي رحيم الله محمود د کندهار د ۲۰۵ البدر قول اردو د مرستیال په توګه

مولوي عبدالصمد د هلمند د ۲۱۵ عزم قول اردو د مرستیال په توګه

حاجي ملا ناصر اخند د ماليې وزارت د مرستیال په توګه

مولوي عارف الله عارف  د اوبو او انرژۍ وزارت د مرستیال په توګه په دندو ټاکل شوي دي.

&nbsp . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version