Pajhwok Afghan News

پکتيا کې د وهل شويو ځنګلونو د لرګیو پر لېږد او خرڅلاو بندیز ولګېد

ګردېز (پژواک،د ليندۍ لومړۍ نېټه ١٤٠٠): د پکتيا حکومتي مسوولينو په دغه  ولايت کې د وهل شويو ځنګلونو د لرګیو پر لېږد او خرڅلاو بندیز لګولی دی.

دوی وايي، هغه کسان چې په ناقانونه توګه يې ځنګلونه وهلي، نور نه شي کولای چې دغه وهل شوي ځنګلونه د خرڅلاو لپاره دننه پکتيا او يا هم نورو سيمو ته انتقال کړي.

د پکتيا ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریيس خالق يار احمدزي پژواک خبري اژانس ته وویل: ((د ولايت مقام دغه پرېکړه په دې موخه کړې،ترڅو خلک اړ شي له ځنګل وهنې لاس واخلي او د ورځنيو چارو لپاره نورې لارې ولټوي.))

نوموړی وايي، په دې وروستيو کلونو کې د دغه ولايت ځنګلونو ته له حده زيات زيان رسېدلی، که چېرې يې مخه ونه نيول شي دغه ځنګلونه به بېخي له منځه لاړ شي.

خالق يار وايي چې خلک د زړو ونو سربېره هغه تنکۍ ونې چې اوس زرغونې شوې هغه هم وهلې او د خرڅلاو لپاره يې بازارونو ته انتقالوي.

د اطلاعاتو او کلتور ریيس زياتوي، د پکتيا ټولو ولسواليو او امنیتي پوستو ته سپارښتنه کړې چې دغه ډول موټر ښار ته پرې نږدي.

دده په خبره، لسګونه هغه بار وړونکي موټر چې دغه ډول لرګي يې انتقالول د امنيتي مسوولينو له لوري درول شوي او قانوني چلند ورسره شوی دى.

د پکتيا اوسېدونکي د وهل شويو لرګیو د خرڅلاو په بنديز خوښي ښي، خو وايي، چې له خلکو سره بايد مرسته وشي تر څو د ځنګل وهلو پر ځای له نورو لارو ځان ته نفقه پيداکړي.

د پکتيا اوسېدونکي حاجي نواب پژواک ته وويل: ((موږ له دې وړاندې هم څو څو ځله غوښتنه کړې چې ځنګلونو د وهلو مخه بايد ونيول شي، ځکه چې ډېر په بې رحمۍ سره وهل کيږي.))

دی وايي، دا چې اوس حکومت د ځنګلونو په خرڅلاو بندیز لګولی دا يو ښه اقدام دی، خو دولت بايد له خلکو سره مرسته وکړي چې هم ځنګلونه ورغول شي او هم خلکو ته د کار زمينه برابره شي.

د پکتيا ځنګلونه د هېواد په کچه له لويو ځنګلونو څخه ګڼل کېږي چې ددغه ولايت زياتې سيمې پرې پوښلې دي.

شاوخوا څلوېښت کاله وړاندې د ظاهرشاه په واکمنۍ کې د جرمني هېواد له لوري د دغه ولايت د ځنګلونو د ساتنې او بيارغونې په برخه کې لويه پروژه فعاله وه، خو د تېرو جګړو له امله د پکتيا اتيا سلنه ځنګلونه وهل شوي دي.

Views: 219

Exit mobile version