کابل (پژواک، ۴ لېندنۍ ۱۴۰۰): د حکومت ویاند وایي چې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه به راتلونکی کال د اسلامي معیارونو پر اساس پرانیستل شي.
د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد نن د «د اسلامي عدالت په رڼا کې د پایدارې سولې او ملي یووالي د کابل د خلکو لویه غونډه» تر سرلیک لاندې ناسته کې وویل: «زموږ خویندې دې ډاډمنې وي چې ښوونځي به یې پیلېږي.»
هغه وایي چې حکومت د یوه داسې میکانیزم جوړولو په هڅه کې دی چې د ملي ګټو او اسلامي اصولو مطابق وي.
نوموړي د خپلو خبرو په دوام څرګنده کړه چې په راتلونکي کال کې به د هېواد ټول ښوونځي او پوهنتونونه پیل شي.
دا په داسې حال کې ده چې سږ کال په هېواد کې د وروستي بدلون له امله د نجونو ښوونځيو له شپږم تر دوولسم ټولګي درسونه پیل نه شول او اوس یو شمېر ښوونکو ویلي چې په یادو ټولګیو کې زده کوونکو ته به ارتقا ورکړل شي.
Views: 57