ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سمنګاني د «امارت» پر لوګو د پاسپورټ ورکولو خبر رد کړ

سمنګاني د «امارت» پر لوګو د پاسپورټ ورکولو خبر رد کړ

author avatar
29 Nov 2021 - 14:01
سمنګاني د «امارت» پر لوګو د پاسپورټ ورکولو خبر رد کړ
author avatar
29 Nov 2021 - 14:01

کابل (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۰): حکومت هغه راپور ردوي چې ګواګې نن د جمهوریت پاسپورټونو د وېش وروستۍ ورځ ده او سر له سبا د «امارت» پر لوګو د جوړ شوو پاسپورتونو وېش پيلېږي.

د پاسپورت ریاست د تېرې لړم میاشتې په ۲۵مه وویل چې په بایومټریک ماشینونو کې د تخنیکي ستونزې له امله په کابل کې د پاسپورټونو وېش د څو ورځو لپاره ځنډول کېږي.

دغه لړۍ په کابل کې تر اوسه نه ده پیل شوې، خو په تېرو څو ورځو کې په ځینو ولایتونو کې له درې میاشتني ځنډ وروسته د پاسپورتونو وېش پیل شوی دی.

شمشاد ټلوېزیون نن پر خپله ټويترپاڼه لیکلي چې «د جمهوریت پاسپورټونو د وېش نن اخري ورځ ده.»

سرچينې زیاته کړې چې د افغانستان پاسپورټ ریاست مرستیال ورته ویلي چې سر له سبا به «د اسلامي امارت» پر لوګو جوړ شوو پاسپورټونو د وېش لړۍ له کابله پیل شي.

خو د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنگاني پژواک خبري اژانس ته وویل چې د پاسپورټ ریاست له چارواکو سره یې خبرې کړې، دغه راپور حقیقت نه لري او بې بنسټه دی.

Views: 1026

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.