ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند کې له سلګونو کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرستې وشوې

په هلمند کې له سلګونو کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرستې وشوې

author avatar
1 Dec 2021 - 17:14
په هلمند کې له سلګونو کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرستې وشوې
author avatar
1 Dec 2021 - 17:14

لښکرګاه (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۱۴۰۰): په هلمند کې د خوړو نړیوال سازمان/WFP له ۸۰۰ بې وزلو کورنیو سره د خوراکي توکو او د کډوالو نړیوال سازمان/ UNHCR له ۲۲۳ جنګ ځپلو کورنیو سره نغدي مرستې وکړې.

د هلمند د کډوالو چارو رییس مولوي الله داد انقیادي پژواک خبري اژانس ته وویل، دا هغه کورنۍ دي چې د هلمند له بېلابېلو سیمو څخه کډوالې شوي چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ وې او د جګړو پر مهال یې کورونه ویجاړ شوي وو.

دی زیاتوي، د خوړو نړیوال سازمان ۸۰۰ کورنیو ته درې قلمه خوراکي توکي ووېشل چې د هرې کورنۍ لپاره په کې ۴۵ کیلو ګرامه اوړه، ۵ لېتره غوړي او ۸ کیلوګرامه دال شامل دی.

دغه راز ده یادونه وکړه چې د کډوالو نړیوال سازمان بیا ۲۲۳ جنګ ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې او هرې کورنۍ ته یې ۳۷۴ ډالر ورکړل.

ده څرګنده کړه چې د دغو کورنیو سروې په شفافه توګه شوې او مستحقې کورنۍ په نښه شوې دي.

عبدالرازق او احمد خان د دوو کورنیو سرپرستان چې مرستې یې ترلاسه کړي، پژواک اژانس ته وویل، په ترلاسه شوو پیسو به خپل ویجاړ کورونه ورغوي او ژمني توکي به پرې واخلي.

هغوی له حکومت او مرستندویه ټولنو وغوښتل چې له بې وزلو او جنګ ځپلو کورنیو سره ورته نورې مرستې هم وکړي.

د یادونې ده چې یوه اوونۍ وړاندې د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې هم د ژغورنې نړیوالې کمېټې له ۵۰۰ جګړه ځپلو کورنیو سره مرسته کړې وه او هرې کورنۍ ته یې ۲۶ زره افغانۍ ورکړې وې.

Views: 43

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.