Pajhwok Afghan News

لوی درستیز: د مخکنۍ اردو منسوبین- چې جرم ونه لري- اسلامي اردو ته راتلای شي

پکتیا (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۱۴۰۰): د د فاع وزارت لوی درستيز وايي، د تېر نظام د ملي اردو منسوبین چې په کوم جرم کې ښکېل نه وي، کولای شي اسلامي اردو ته راشي او خپلې دندې پیل کړي.

قاري فصیح الدين دغه څرګندونې نن په پکتیا کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو له روزنیز مرکزه د اسلامي اردو د ۱۰۰ سرتېرو د فراغت په مراسمو کې وکړې چې له یوې نیمې میاشتې پوځي زده کړو بشپړولو وروسته نن فارغ شول.

د دغو کسانو د فراغت په مراسمو کې د دفاع وزارت لوی درستيز قاري فصیح الدين، د هوايي ځواکونو عمومي قوماندان مولوي امان الله منصور او يو شمېر نورو چارواکو ګډون کړی و.

د د فاع وزارت لوی درستيز قاري فصیح الدين وویل، فارغ شوي سرتېري به د امنیت ساتنې په موخه په بېلابېلو ځایونو کې پر دندو وګومارل شي.

هغه زیاته کړه: ((موږ یوه داسې اسلامي اردو جوړوو چې د امارت د کسانو ترڅنګ به په کې د تېرې ملي اردو منسوبین او عام خلک هم شامل وي.))

هغه زیاته کړه، د تېر نظام د ملي اردو منسوبین چې په کوم جرم کې ښکېل نه وي، کولای شي اسلامي اردو ته راشي او خپلې دندې پر مخ یوسي.

هغه د ۲۰۳ منصوري قول اردو فارغ شوو سرتېرو ته په خطاب کې وویل چې هر ډول امکانات به په واک کې ورکړي څو له خپلې خاورې او خلکو دفاع وکړي.

د منصوري قول اردو اړوند فارغ شوي سرتېري وايي، خپلې چارې به په ښه توګه پر مخ وړي، څو خلک په عادي توګه خپل ورځنی ژوند وکړي.

محب الله چې فارغ شوی، پژواک خبري اژانس ته وويل: ((موږ يوه نيمه مياشت پوځي زده کړې ترلاسه کړې چې له موږ سره د ښې دندې په ترسره کولو کې ډېره مرسته کوي.))

دی وايي، اوس د دې وخت راغلی خلک په ډاډمنه فضا کې ژوند وکړي او دوی یې د امنیت ساتلو چارې مخ ته یوسي.

ده هم د تېر جمهوري نظام د ملي اردو له منسوبینو وغوښتل چې اسلامي اردو ته راشي او له دوی سره اوږه اوږه د هېواد خدمت وکړي.

په تېرو څلورو مياشتو کې دا دویم ځل دی چې د پکتيا د ۲۰۳ منصوري قول اردو له روزنیز مرکزه په ورته توګه لسګونه سرتېري فارغېږي.

Views: 2197

Exit mobile version