ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د پاسپورټونو وېش تر نامعلومې مودې وځنډېد

لوګر کې د پاسپورټونو وېش تر نامعلومې مودې وځنډېد

author avatar
2 Dec 2021 - 13:19
لوګر کې د پاسپورټونو وېش تر نامعلومې مودې وځنډېد
author avatar
2 Dec 2021 - 13:19

پل علم (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۱۴۰۰): د لوګر د امنیې قوماندانۍ چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ تر نامعلومې مودې ځنډول شوې ده.

د امنیې قوماندانۍ ویاند احمدالله انس پژواک خبري اژانس ته وویل، د پاسپورټونو د وېش بهیر سر له نن څخه د تخنیکي ستونزو له امله ځنډېدلی دی.

نوموړي په دې اړه ډېر جزئیات ور نه کړل خو یادونه یې وکړه چې د تخنیکي ستونزو د ژر هوارولو هڅې روانې دي او ژر به دغه لړۍ بیرته پیل شي.

هغه له خلکو وغوښتل چې د پاسپورټونو اخیستلو لپاره دې ادارې ته د ورتګ زحمت نه کوي.

دغه خبر د لوګر اوسېدونکي خواشیني کړي دي.

د مرکز پل علم یوه اوسېدونکي احمد شاه پژواک خبري اژانس ته وویل، غواړي پاسپورټ واخلي او د درملنې لپاره پاکستان ته لاړ شي خو اوس چې د پاسپورټونو وېش ځنډېدلی خپلې روغتیا ته اندېښمن دی.

هغه له اړوندو چارواکو د پاسپورټونو د وېش چارو د بیرته ژر پیلولو غوښتنه کوي.

په لوګر کې د پاسپورټونو د وېش چارې په داسې حال کې ځنډېږي چې همدا تېره اوونۍ پيل شوې.

که څه هم په یو شمېر ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش چارې پیل شوې خو په کابل کې بیا له تېرو څو اوونیو راهیسې دغه بهیر ځنډېدلی چې لامل یې تخنیکي ستونزې ګڼل کېږي.

چارواکو خبر ورکړی چې د پاسپورټ د وېش چارې بیرته ژر په عادي توګه پیلوي.

Views: 131

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.