ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چین افغانستان ته د ۴،۷ میلیون ډالرو په ارزښت مرستې برابروي

چین افغانستان ته د ۴،۷ میلیون ډالرو په ارزښت مرستې برابروي

author avatar
6 Dec 2021 - 14:01
چین افغانستان ته د ۴،۷ میلیون ډالرو په ارزښت مرستې برابروي
آرشیف
author avatar
6 Dec 2021 - 14:01

کابل (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۰): چین وایي چې د افغانستان لپاره د ۴،۷ میلیون ډالرو په ارزښت بشري مرستې برابروي.

دغه څرګندونې د حکومت مرستیال ویاند احمدالله وثیق پر خپلې ټويټرپاڼې لیکلې دي.

هغه په افغانستان کې د چین د سفیر وانګ یو له قوله لیکلي چې هېواد یې د افغانستان لپاره د ۴،۷ میلیونو ډالرو په ارزښت بشردوستانه مرستې برابروي.

دا په داسې حال کې ده چې د چین سفیر د لېندۍ په ۱۳مه د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره په لیدنه کې ویلي وو چې هېواد یې له افغانستان سره خپلې بشردوستانه مرستې زیاتوي.

Views: 19

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.