Pajhwok Afghan News

د یوه امریکایي ډالر بیه ۱۰۰ افغانۍ ته ورسېده

کابل (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۱۴۰۰): د افغانۍ پر وړاندې د امریکایي ډالرو ارزښت په بې ساري ډول لوړ شوی،  اوس مهال د کابل ښار په شهزاده سرای کې یو امریکايي ډالر په څه باندې ۱۰۰ افغانۍ بدلېږي.

د کابل د شهزاده سرای مرستیال حاجي دادګل پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن یو امریکايي ډالر په ۱۰۱،۷۰ افغانۍ تبادله کېده.

هغه د افغانیو پر وړاندې د ډالر د ارزښت لوړېدو لامل په بازار کې د ډالرو کموالی یاد کړ.

په ورته وخت کې د افغانستان بانک ویلي چې یاد بانک د مدیریت شوې متحولې تبادلې له بیې پیروي کوي، په داسې رژیم کې د تبادلې د بیې تغییرات حتمي دي.

سرچینه زیاتوي چې په دې وروستیو کې د ډالر بیه نه یوازې د افغانۍ، بلکې د ټولو اسعارو  پر وړاندې لوړه شوې ده.

د افغانستان بانک وایي:«د ډالر د بیې لوړېدو بل لامل داخلي موضوع ده، بازار ته زموږ د هېوادوالو مراجعه د ډالرو لاسته راوړل دي.»

د افغانستان بانک ژمن دی چې له شته امکاناتو په استفاده، تر یوې اندازې د بازار اړتیاوې پوره کړي.

دا بانک له خلکو غواړي چې اندېښنه دې نه لري ، د افغانیو د ملاتړ او ثبات لپاره دې د معاملاتو او راکړې ورکړې پر مهال له خپلو ملي پیسو استفاده وکړي.

سرچینه لیکي، د شته امکاناتو په درلودو سره یې تل هڅه کړې څو تر یوې اندازې د بیو د ښکته او پورته کېدو چې له امله یې خلک زیانمن کیږي مخه ونیسي.

Views: 29

Exit mobile version