ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو نایجیریا کې بس موټر سوځولی، دېرش کسان یې وژلي دي

وسله والو نایجیریا کې بس موټر سوځولی، دېرش کسان یې وژلي دي

author avatar
8 Dec 2021 - 11:49
وسله والو نایجیریا کې بس موټر سوځولی، دېرش کسان یې وژلي دي
author avatar
8 Dec 2021 - 11:49

کابل (پژواک، ۱۷ لیندۍ ۱۴۰۰): نایجیریا کې وسله والو کسانو یو بس موټر سوځولی او له امله یې شاوخوا دېرش کسان مړه شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د نایجیریایي پولیسو له قوله لیکلي چې وسله والو کسانو پرون د دغه هېواد په سوکوتو ایالت کې یو بس موټر سوځولی او له سیمې تښتیدلي دي.

د سیمې دوو اوسېدونکو ویلي چې په یاده پېښه کې شاوخوا ۳۰ کسانو چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي ژوند له لاسه ورکړی.

د راپورونو له مخې، روان کال نایجیریا کې وسله والو دغه ډول بریدونه ډېر کړي او پر ښوونځیو یې هم د ځینو بریدونو راپورونه ورکړل شوي دي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو صندوق (یونیسف) راپور ورکړی چې وسله والو په روان میلادي کال کې په دغه هېواد کې ۱۴۰۰ زده کوونکي اختطاف کړي هم‌ دي.

رویټرز ته نایجیریایي ځواکونو ویلي چې د روان کال له سپټمبر راهیسې یې «د غلو او لوټمارانو« پر ضد د دغه هېواد په زمفارا ولایت کې هوایي او ځمکني عملیات پیل کړي دي.

Views: 66

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.