Pajhwok Afghan News

“حکومتونه باید له فساد سره مبارزه کې ځواب ویونکي وي او چارې وړ کسانو ته وسپاري”

کابل (پژواک، ۱۸ لیندۍ ۱۴۰۰): له فساد سره د مبارزې د نړیوالې ورځې د نمانځغونډې ګډونوالو، فساد د تېر نظام د له منځه تلو له لاملونو بولي، وایي حکومتونه باید له فساد سره مبارزه کې ځواب ویونکي وي او چارې وړ کسانو ته وسپاري.

نن (د ډسمبر نهمه) له فساد سره د مبارزې له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

دغه ورځ نن کابل کې د افغان پرامونټ خیریه او پراختیایي موسسې(APWDO)  له خوا د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام(UNDP)  په مالي ملاتړ ونمانځل شوه. په دې غونډه کې لسګونو تنو د پوهنتون استادانو او د مدنی ټولنو غړو برخه لرله.

د افغان پرامونټ موسسې مشر طارق سایس یادې غونډې ته وویل چې فساد د افغانستان د تېر حکومت د له منځه تلو لامل و.

هغه وایي: «چارواکو په خلکو رحم نه درلود او حکومتي امکانات یې لوټل. ادارې ورځ تر بلې مفسدې کېدې او له همدې امله خلکو له حکومت واټن ونیوه. »

ده زیاته کړه چې د فساد د مخنیوي لپاره باید دولتونه ځواب ورکوونکي وي، تر څو خلک له هر څه په وخت خبر وي او د دولتي امکاناتو د حیف او میل مخه ونیول شي.

هغه وایي چې له فساد سره مبارزه کې باید د ټولنې ټول وګړي سره لاس ورکړي.

ده وویل چې فساد د یوه شخص په زیان نه دی، بلکې ټول هېواد ترې اغېزمن کېدلی شي.

د افغانستان د علومو اکاډمي غړي سرمحقق عبدالهادي ساپي غونډې ته وویل چې تېر حکومت ته یې له فساد سره د مبارزې مختلفې طرحې ورکړي وې خو حکومت ورته پام نه کاوه.

د هغه په وینا، که واکمنان د خلکو له منځه راپورته شوې وي او ولس بیداره وي نو فساد له منځه ځي.

ده وویل چې افغانستان کې له وروستي تحول وروسته په دې برخه کې هیلې ډېرې شوي دي.

هغه زیاته کړه:«که هر سړی خدای حاضر وګڼي، خپله عقیده پاکه وساتي، اخلاقي او ملي ارزښتونه په نظر کې ونیول شي، قوانینو ته پام وشي او شایسته سالاري حاکمه شي نو له اداري فساد مخنیوي به اسانه شي.»

د پوهنتون استاد صفي الله عربزاده وویل چې انسانان که باایمانه واوسي، هیڅکله به د ملت له ګټو سوء استفاده ونه کړي او فساد ته به هم زړه ښه نه شي کړای.

دغه راز خبریال عنایت الله کاکړ له حکومته وغوښتل چې رسنیو ته اهمیت ورکړي او ملاتړ یې وکړي، تر څو له فساد څخه  د مخنیوی په برخه کې کار وکړي.

د یادونې ده چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام په نننۍ ناسته کې یادې ورځې په ویاړ د پژواک د اېډېټر په ګډون اوو نورو کسانو ته له فساد سره د مبارزې د اتلولۍ کلنې جایزې ورکړې.

Views: 154

Exit mobile version