جلال اباد (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۱۴۰۰): د ننګرهار ولايت مرکز او ولسواليو کې ١٥ شکمن کسان د عملياتو پر مهال له وسلو او مهماتو سره يو ځای نيول شوي دي.
چارواکي وايي، دغه عمليات د ننګرهار ولايت استخباراتو ریاست ځانګړې عملیاتي قطعې په تېرو دوو اوونيو کې ترسره کړې دي.
د استخباراتو لوی رياست وياند خليل همراز د لېندۍ په ۲۰مه پر خپلې ټويټرپاڼې ليکلي چې په ننګرهار ولایت کې د تېرو دوو اوونیو په جریان کې ګڼ شمېر هغه وسلې او چاودېدونکي توکي چې په ناقانونه توګه ساتل کېدل، ترلاسه شوي دي.
هغه زياته کړې چې د استخباراتو رياست د ځانګړې عملياتي قطعې په دغو عملياتو کې د یادو توکو په تړاو ۱۵ کسان هم نیولي او تر څېړنو لاندې دي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست هم پژواک ته تاييد کړه چې دغه عمليات د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار او ځینو ولسواليو کې شوي دي.
Views: 286