Pajhwok Afghan News

 د غزني خلک د انسان تښتونو پېښو ډېرېدو اندېښمن کړي

غزني (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۱۴۰۰): د غزني اوسېدونکي وايي، په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د سړي تښتونو پېښې ډېرې شوي چې هغوی یې سخت اندېښمن کړي دي.

هغوی له امنیتي ارګانونو غوښتنه کوي چې سړي تښتوونکي په جدي توګه تعقیب کړي او د دغو پېښو مخنیوی وکړي.

بل خوا امنیتي ارګانونه وايي، کرار ناست نه دي او په دې وروستیو کې یې څو تنه تښتوونکي نیولي چې قانوني سزا به وویني.

د غزني ښار یوه اوسېدونکي احمد شاه خان پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرو څه باندې درېیو میاشتو راهیسې چې طالبان واکمن شوي، په دغه ولایت کې د سړي تښتونې څلور پېښې شوې دي.

هغه زیاته کړه، تېر ته په کتو دا پېښې ډېرې شوي چې خلک یې سخت اندېښمن کړي دي.

دی وايي: ((د سړي تښتونې د څلورو پېښو له ډلې په دوه پېښو کې تښتوونکو تښتول شوي کسان وژلي خو دوه نورې پېښې بیا داسې وې چې طالبانو تښتول شوي کسان ژغورلي او تښتوونکي یې نیولي دي.))

د غزني بل اوسېدونکي محمد حسن چې د کورنۍ غړی یې څه موده وړاندې تښتول شوی او بیا د طالبانو له خوا د عملیاتو په پایله کې راخوشې شو، پژواک ته وویل، د تېر حکومت پر مهال هم دا پېښې وې خو اوس ډېرې شوې دي.

هغه زیاته کړه: ((موده مخکې سړي تښتوونکو زموږ د کورنۍ یو غړی تښتولی و چې د خلاصون په بدل کې یې ۶ لکه ډالر غوښتل، وروسته مو په ۸۰ زره ډالر فیصله ورسره وکړه، خو د دغې معاملې پر مهال طالبانو یو تښتوونکی ونیو، یو وژل شوی او زموږ د کورنی غړی یې را خوشې کړ.))

نوموړی له حکومته غواړي چې نیول شوو تښتوونکو ته تر ټولو سخته سزا ورکړي چې د نورو لپاره عبرت شي او په دې توګه د دغو پېښو مخنیوی وشي.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي حبیب الله مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، امنیتي ارګانونه د تښتونو د پېښو د مخنیوي لپاره په جدیت کار کوي او پر هغو به هیڅ رحم و نه شي چې په دغسې پېښو کې ښکېل دي.

ده خبر ورکړ چې په دې وروستیو کې د تښتونو د پېښو درې عاملین نیول شوي چې له شریعت سره سمه سزا به ورکړل شي.

نوموړي وویل: ((یوه میاشت مخکې مو یوه ډله ونیوله چې نښته یې راسره وکړه، یو یې ووژل شو او بل یې ونیول شو، تښتول شوی کس مو را خلاص کړ، په ورته توګه مو د دوو نورو پېښو عاملین هم نیولي دي چې یو ماشوم یې تښتولی او بیا وژلی و، خو یوه تښتول شوې نجلۍ مو را خلاصه کړه.))

ده ډاډ ورکړ چې د امنیتي ارګانونو له نوو اقداماتو سره به دا پېښې کمې شي.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په کچه د انسان تښتونې پېښې ډېرې شوې چې امنیتي ارګانونه یې د مخنیوي لپاره د جدي اقداماتو یادونه کوي.

Views: 65

Exit mobile version