Pajhwok Afghan News

د وزيرانو شورا: د افغانۍ د ثبات ساتلو په اړه دې بېړني ګامونه واخیستل شي

کابل (پژواک ۲۲ لیندۍ ۱۴۰۰): د وزيرانو شورا اقتصادي کمیسیون ته دنده وسپارله چې له ټولو اقتصادي بنسټونو سره په همغږۍ دې د افغانۍ د ثبات ساتلو په اړه بېړني ګامونه واخلي.

د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن (دوشنبه) په ارګ کې د وزیرانو شورا غونډه ترسره شوه.

ده ويلي، په دې غونډه کې د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ اقتصادي کمیسیون ته دنده وسپارل شوه چې له ټولو اقتصادي نهادونو سره په همغږۍ د افغانۍ د ثبات ساتلو په اړه عاجل اقدامات ترسره کړي.

سرچينه کاږي، دغه راز سپارښتنه وشوه چې په دې برخه کې د هر ډول ډالرو د قاچاق د مخنیوي، د ناچله او جعلي افغانیو د وېش او نورو هغو عواملو په ضد کوټلي ګامونه واخلي چې د افغانۍ په ارزښت بده اغېزه کوي.

وزيرانو شورا لارښوونه کړې چې په عاجل ډول دې هغه لارې چارې تشخیص کړي چې د افغانۍ د ثبات لپاره مهمې دي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د مازیګر تر څلورو بجو د یوه امریکايي ډالر بیه ۱۲۳ افغانۍ وه.

د شهزاده سرای د پولي خدمتونو او صرافانو ټولنې مرستیال حاجي دادګل حضرتزي پژواک اژانس سره په خبرو کې د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت کمېدل بې مخینې بولي او د مرکزي بانک د مداخلې غوښتنه کوي.

هغه زیاته کړې: ((دا د افغانستان او شهزاده سرای په تاریخ کې لومړی ځل دی چې افغانۍ د ډالر پر وړاندې دومره ارزښت له لاسه ورکړی دی.))

هغه د دې ستونزې اصلي لامل بازار کې د ډالر کمښت وباله او ویې ویل: ((یواځې د افغانستان بانک مداخله کولای شي یاده ستونزه حل کړي، کيلي له افغانستان بانک سره ده، ټول امکانات له افغانستان بانک سره دي، له بده مرغه موږ وارداتي هېواد یو او باید د مخکې په څېر بازار ته په پرله پسې ډول ډالر عرضه شي.))

Views: 437

Exit mobile version