Pajhwok Afghan News

د پکتیا خلک په دغه ولایت کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش ژر پیلېدو غوښتنه کوي

ګردېز (پژواک، ٢٣ لېندۍ١٤٠٠): د پکتيا اوسېدونکي وايي چې په دغه ولايت کې دې د برېښنايي پېژندپاڼو وېشلو بهير بېرته ژر پيل شي.

د دوی په خبره، اوس مهال يوازې هغو کسانو ته پېژندپاڼې ورکول کېږي چې پخوا يې بايومټريک ترسره کړی دی.

دوى وايي چې د پېژندپاڼو بهير ملي پروسه ده او له طالبانو غواړي چې همدغه بهير ته لومړيتوب ورکړي.

د دوی په وینا، په دې سره به نه يوازې د نفوسو شمېر دقيق شي، بلکې د دولتي خدمتونو په وړاندې کولو کې به هم شته ستونزې تر ډېره هوارې شي.

د زرمت ولسوالۍ یوه اوسېدونکي طلامحمد زرمتي پژواک ته وويل: ((څو ځلې مې د برېښنايي پېژندپاڼو د ثبت نام لپاره اړوند مرکز ته مراجعه کړې، خو د پيل په اړه يې هيڅ مثبت ځواب نه دى ترلاسه کړى چې کله به يې ورته ورکړي.))

هغه وويل چې د ده په ګډون ډېر خلک برېښنايي تذکرو ته سخته اړتيا لري.

د رزمتي په خبره، برېښنايي پېژندپاڼې د ټولو وګړو حق دی او بغير له کوم ځنډ او خنډ څخه بايد ورکړل شي.

د ګردېز ښار یو اوسېدونکی حبيب الله احمدزی وايي، کله چې د برېښنايي تذکرو وېش پيل شو، نو ډېرو خلکو يې د اخيستو لپاره مراجعه وکړه او په پوره لېوالتيا يې تذکرې ترلاسه کولې خو اوس چې نوې اداره راغلې، دغه وېش په ټپه ولاړ دی.

د احمدزي په خبره، دى هم له ځنډ پرته د تذکرو د ژر وېش غوښتونکی دی؛ ځکه چې د خلکو بې شمېره کارونه ورپورې تړلي دي.

نوموړی وايي، برېښنايي تذکرې نه يوازې چې د خلکو لپاره اړينې دي، بلکې يوې ادارې ته هم په زياتو چارو کې اسانتياوې راولي او اداري سيسڼم ورسره رغېږي.

همدارنګه يو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې او د برېښنايې تذکرو د وېش پر ژر پيل يې ټينګار وکړ.

په پکتيا ولايت کې د نفوسو د احوال د ثبت ادارې مسوولين وايي، د اوس لپاره يوازې هغو کسانو ته برېښنايي پېژندپاڼې ورکول کېږي چې پخوا يې نومليکنه کړې او بايومټريک شوي دي.

د يادې ادارې مشر سيداجان بسمل پژواک ته وويل: ((د برېښنايي پېژندپاڼو په وېشلو کې دلته هيڅ ستونزه نه لرو، خو دې ته انتظار کوو چې له مرکزي ادارې اجازه وشي.))

د نوموړي په خبره، د برېښنايي تذکرو دفترونه، مامورين او نور تخنيکي وسايل د پخوا په څېر فعال او اماده دي او په دې برخه کې هيڅ ستونزه نه لري.

بسمل وايي، هغه مهال چې په لومړي ځل د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ پيل شوه، له هغه راهيسې د طالبانو د نظام تر راتګ پورې شاوخوا پنځه ويشت زره کسانو برېښنايي تذکرې ترلاسه کړې دي.

له دې مخکې طالبانو په خپلو څرګندونو کې ويلي وو چې په ځينو ولایتونو کې يې ياده پروسه بېرته پيل کړې او په پاتې نورو کې به يې هم پيل کړي.

Views: 75

Exit mobile version