Pajhwok Afghan News

د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د وارداتي برېښنا تړون لاسلیک شو

کابل (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۰): د افغانستان برېښنا او تاجکستان «برق تاجیک» شرکتونو ترمنځ د وارداتي برېښنا تړون لاسلیک شو.

برېښنا شرکت پر خپله فېسبوک پاڼه خبر ورکړی چې د یاد شرکت عمومي رییس حافظ محمدامین او ورسره مل پلاوي د پرلپسې بحثونو په ترڅ کې د ۲۰۲۲ میلادي کال لپاره د وارداتي برېښنا قرارداد د یاد هېواد د برق تاجیک له شرکت سره لاسلیک کړ.

سرچینې لیکلي چې یاد قرارداد د دواړو لورو ترمنځ د دوه ورځنيو مذاکراتو په پایله کې لاسلیک شوی او هغه قرارداد چې په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو له امله د روان کال له جولای میاشتې څخه تر ډسمبر پورې ځنډېدلی و، هم لاسلیک شو.

دغه راز د دواړو لورو ترمنځ د سیمې د پراختیایي پروژو لکه کاسا زر د انرژي سکټور په برخه کې د ۵۰۰ کیلوولټ لین جوړولو په اړه تفصیلي بحث شوی چې په راتلونکي کې به مثبته پایله ولري.

خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان پلاوي له تاجکستان هېواد سره د همکارۍ په اړه ټینګار کړی او ډاډ یې ورکړ چې د اسلامي امارت ځواکونه چمتو دي چې د درېدلو پروژو د کار د بېرته پیلېدو امنیت ټینګ کړي.

Views: 45

Exit mobile version