Pajhwok Afghan News

د پنجشېر د لومړۍ حصې پر ولسوالۍ راکټي برید په تور درې کسان نیول شوي

پاراخ (پژواک، ۹ مرغومی ۱۴۰۰): د پنجشېر د لومړۍ حصې ولسوالۍ سیمه ییز چارواکي وایي چې تېره شپه پر یاده ولسوالۍ راکټي برید شوی خو چاته په کې زیان  نه دی اوښتی.

د یاد ولایت د دویمې حصې ولسوال مولوي نورالله مرزاي وایي چې تېره شپه د دې ولسوالۍ پر ودانۍ له نامعلوم لوري راکټي برید وشو.

د هغه په خبره چې د یادې پېښې په تړاو درې کسان نیول شوي او څېړنې ترې روانې دي.

د سیمې یو اوسېدونکی هم دا تاییدوي چې تېره شپه د یادې ولسوالۍ پر ودانۍ راکټي برید شوی دی.

Views: 108

Exit mobile version