ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«تېره اوونۍ له امنیتي او اقتصادي پلوه د افغانستان لپاره ښه اوونۍ وه»

«تېره اوونۍ له امنیتي او اقتصادي پلوه د افغانستان لپاره ښه اوونۍ وه»

کابل (پژواک، ۱۱ مرغومی ۱۴۰۰): تېره اوونۍ په داسې حال کې له افغانستان سره د نړیوالو په میلیاردونو ډالرو مرستو خبرې روانې وې چې هېواد کې د اوونیزې مرګ ژوبلې کچه هم نږدې صفر ته راولوېده.

  • افغانستان کې لاریون کوونکي او روسیه: امریکا باید د افغانستان پانګه له کنګل څخه وباسي.
  • د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ځینو افغان چارواکو پر سفرونو د بندیز معافیت، درې میاشتې وغځاوه.
  • کابل له نړۍ سره د پیاوړو اړیکو او مثبت رول په لرلو ټینګار کوي.
  • ملګري ملتونه: د افغانستان د اقتصاد د بیا رغولو لپاره د اته میلیارد ډالرو پلان لرو.
  • بریتانیا: ژر باید نړیوال کنفرانس راوبلل شي تر څو د افغانستان لپاره څلورنیم میلیارد ډالره مرسته برابره شي.
  • غني او خلیلزاد پر یو بل نیوکې کوي.
  • تېره اوونۍ افغانستان کې یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

مرګ ژوبله:

تېره اوونۍ په کابل او پنجشېر ولایتونو کې يو کس وژل شوی او درې نور ټپيان شوي دي. دا په تېرو کلونو کې د مرګ ژوبلې تر ټولو ټیټه اوونیزه کچه ده.

د راپورونو له مخې، تېره اوونۍ د کابل ښار په ګل سرخ څلور لارې کې د امنيتي ځواکونو پر فلډر موټر چاودنې، درې کسان ټپیان کړل او د پنجشېر د عنابې ولسوالۍ ځينې اوسېدونکو ادعا کړې چې امنيتي ځواکونو يو ملکي کس وژلی دی. حکومت وايي د پنجشېر پېښه څېړي او چا چې قتل کړی مجازات کوي يې.

د راپورونو له مخې، وړمه اوونۍ په کابل، اروزګان، ننګرهار او بغلان ولایتونو کې شپږ کسان وژل شوي و.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرو جګړو پر مهال به هره اوونۍ سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښته.

له افغانستان سره تعامل او له کنګله د پانګې ایستلو غوښتنه

وروسته له هغه چې د افغانستان پخوانی حکومت د تېرې زمري میاشتې په وروستیو کې ړنګ شو او وروسته یې ځای اوسني سرپرست حکومت ونیو، د امریکا متحده ایالتونو د افغانستان نږدې لس میلیارد ډالره پانګه کنګل کړه. یاد نوی حکومت تر اوسه کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

خو تېره اوونۍ روسیې وویل چې د نوي افغان حکومت د «رسميت پېژندنې پر لور به پر مخ ولاړ شي» او غوښتنه يې وکړه چې د افغانستان د مرکزي بانک پانګه دې له کنګل څخه وایستل شي. د افغانستان حکومت د پوتین د يادو څرګندونو هرکلی وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې کابل کې سلګونو لاریون کوونکو او کندهار کې هم خلکو یوه ناسته کې له کنګل څخه د افغانستان د پانګې د ایستلو غوښتنه کوله.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره اوونۍ د افغانستان د سرپرست حکومت د یو شمېر چارواکو پر سفرونو د بندیز معافیت، د درېيو نورو مياشتو لپاره وغځاوه.

د افغانستان حکومت د دې چارې هرکلی هم وکړ، خو ویې ویل چې د دوحې د هوکړې له مخې باید دغه بندیزونه درې میاشتې مخکې لرې شوي وای.

یاد حکومت د نړۍ له هېوادونو سره د پياوړو اړیکو او مثبت رول پر لرلو ټينګار کوي، خو زياتوي چې هيڅوک بايد د افغانانو حقوق تر پښو لاندې نه کړي.

له افغانستان سره میلیاردونه ډالره مرسته

د ملګرو ملتونو لوړ پوړي چارواکي ويلي، دغه سازمان د افغانستان د اقتصاد د بیا رغولو لپاره د اته میلیارد ډالرو پلان لري، او په دغه پلان کې افغانانو ته د خوړو برابرول او د کار پیدا کول، ګاونډیو هېوادونو ته د افغانستان د برېښنا د پورونو ورکول او د افغانستان د حکومتولۍ نظام رغول شامل دي.

د دې ترڅنګ د بریتانیا پخواني لومړي وزیر ګورډن براون غوښتنه کړې چې د پیسو ټولولو لپاره باید ژر نړیوال کنفرانس راوبلل شي، تر څو له افغانستان سره د څلور اعشاریه پنځو میلیارد ډالرو مرسته برابره شي.

په ورته مهال، له افغانستان سره د پاکستان له خوا د مرسته شويو پنځوس زره ټنو غنمو د لېږد لړۍ پيل شوه او تېره اوونۍ يې ۱۸۰۰ ټنه راوړل شول. دغه غنم د پاکستان د پنځه بیليونه پاکستانۍ کلدارو د بشري مرستو يوه برخه ده.

دغه راز، عربي متحده امارات وايي، افغانستان کې د سوداګرۍ، اقتصادي پیاوړتیا، په هلمند او کندهار کې د وچې بندرونو، د بنسټیزې رېل پټلۍ او لمریزې برېښنا جوړولو په برخه کې پانګونې ته چمتو دي.

د سیاسي چارو شنونکي قاضی محمد حسن حقیار، په تېره اوونۍ کې له افغانستان سره د میلیاردونو ډالر مرستو په اړه د ملګرو ملتونو او بریتانیا څرګندونو او دې ته په اشارې چې تېره اوونۍ یوازې یوتن وژل شوي او درې ټپیان دي، وویل:«تېره اوونۍ له امنیتي او اقتصادي پلوه د افغانستان لپاره ښه اوونۍ وه.»

هغه د مرګ ژوبلې کچې دومره رالوېدل د افغانانو لپاره د خوښۍ خبر بولي او وايی چې دا د افغانستان په تېر څلوېښت کلن تاریخ کې کېدای شي دا لومړۍ اوونۍ وي چې مرګ ژوبله دې نږدې د صفر کچې ته رالوېدلې وي.

حقیار وایي چې نړیوالو هم په دې اوونۍ کې افغانستان ته د بشري مرستو ورکړې ته ځانګړې پاملرنه کړې وه او دا د افغانانو حق دی چې په داسې وضعیت کې یې نړیوال هېر نه کړي.

ده زیاته کړه: «اسلامي امارت ورځ په ورځ د پیاوړي کېدو په حال کې ده، په پیل کې ځینې بې نظمیانې وې چې تر ډېره حل شوي او هڅې روانې دي چې افغانستان یو پیاوړی نظام ولري.»

غني او خلیلزاد پر یو بل نیوکې کوي

د افغانستان پخوانی ولسمشر محمداشرف غني د هغه د حکومت تر ړنګېدو وروسته له بي بي سي سره په خپله لومړۍ مرکه کې وویل چې د افغانستان د سولې بهیر لپاره د امریکا متحدو ایالتونو پخوانی استازی زلمي خلیلزاد، د سولې پر ځای ټول تمرکز له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر ایستلو کړی و او د ده یوازینۍ تېروتنه پر امریکا او نورو نړیوالو ملګرو باور کول و.

خو خلیلزاد بیا ویلي چې د غني تمرکز په واک کې پر پاتې کېدو ورټول و.

ده د غني د هغو څرګندونو په ځواب کې چې ویلي یې دي که کابل کې پاتې وای، وژل شوی به و، وویل: ”که هغه رښتیا واقعي وېره درلوده، نو باید له موږ یې مرسته غوښتې وای، او ښايي په نظر کې نیول شوی وای، چې و یې نه غوښته.”

Visits: 793

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.