لښکرګاه ( پژواک، ۱۴ مرغومی ۱۴۰۰): په هلمند ولایت کې وروستیو بارانونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حافظ راشد د مرغومي په ۱۴مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د چت لوېدو پېښه کې د يوې کورنۍ اووه غړي ټپیان شوي دي.
هغه زیاته کړه چې په ټپيانو کې يو سړی، يوه مېرمن او پنځه ماشومان شامل دي.
د نوموړي په خبره چې تېره شپه د ګرشک، نادعلي او مارجې ولسواليو یو شمېر کسان چې په سېلابونو کې بند پاتې وو، ژغورل شوي دي.
حافظ راشد خلکو ته د اوښتو مالي زيانونو دقيقه اندازه په ډاګه نه کړه، خو زياته يې کړه چې له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست او د ښاروالۍ ټېمونه سېلاب ځپلو سيمو ته تللي څو اوښتي زیانونه و ارزوي.
بلخوا خلک هم وايي چې له دوو ورځو راهیسې د هلمند په واشير، مارجې، نادعلي، نهرسراج او کجکي ولسواليو کې سېلابونه راوتلي دي.
هغوی زیاتوي چې دغو سېلابونو د لارو بندولو ترڅنګ څلور کسان هم وړي دي.
په نادعلي کې د سپین جومات سيمې يوه اوسېدونکي عبدالستار پژواک ته وويل چې د وړمې شپې او تېرې ورځې باران له امله لارې بندې شوې او يو شمېر خلک بند پاتې دي.
نوموړي له امنیتې ځواکونو غوښتنه وکړه چې یادې سيمې ته دې د ژغورنې ټېمونه ور ولېږي.
د واشير ولسوالۍ یوه اوسېدونکي نعمت الله بيا پژواک ته وویل چې تېره شپه د سېلابونو د راوتو له امله څلور کسان اوبو وړي او نادرکه دي.
نوموړي دغه راز زیاته کړه چې سېلابونو د لمريزې برېښنا زرګونه هندارې له منځه وړې، ډېر کورونه یې نړولي او يا زيانمن کړي.
دغه راز د مارجې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالغفار هم پژواک ته وویل چې د زیاتو اورښت او سېلابونو له امله په یاده ولسوالۍ کې لارې بندې شوې او خلک له ستونزو سره مخ دي.
نوموړی هم له حکومته د مرستې غوښتنه کوي او وايي چې يادې ولسوالۍ ته دې د ژغورنې ټېمونه ور واستوي او هلته بند پاتې کسان دې له خطري سيمو راوباسي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په شمالي ولایتونو کې هم واورې لارې بندې کړې او یو شمېر کسان د واورې ښویېدنې له امله مړه شوي دي.
Views: 93