زبان

آیا حساب کاربری در سایت پژواک ندارید؟

برای اشتراک اینجا کلیک کنید.

د عربي متحده اماراتو په لګښت هلمند کې د یو کانال په جوړېدو سره د ځمکو حاصلات زیات شوي (سوداګریز اعلان)

د عربي متحده اماراتو په لګښت هلمند کې د یو کانال په جوړېدو سره د ځمکو حاصلات زیات شوي (سوداګریز اعلان)

author avatar
6 Jan 2022 - 17:33
د عربي متحده اماراتو په لګښت هلمند کې د یو کانال په جوړېدو سره د ځمکو حاصلات زیات شوي (سوداګریز اعلان)
author avatar
6 Jan 2022 - 17:33

متحده عربي اماراتو، د افغانستان په هلمند ولایت کې د «پرتکا» کانال د پروژې مالي لګښت ورکړی دی. د دغې پروژې له پلي کولو موخه دا ده چې په افغانستان کې کرنه او ورسره د خلکو اقتصاد وده وکړي.

دغه کانال – چې د هلمند په ګرمسیر ولسوالۍ کې موقعیت لري- ۱۸ کیلومتره اوږد او څلور متر پلن دی او دوه نیم متره ژوروالي لري. د کانال د جوړولو چارې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال په دویمه میاشتې کې بشپړې شوې دي. د هلمند له اصلي سیند څخه کانال ته د بهېدونکو اوبو سرعت 383 m3/sec دی او د کانال په دواړو غاړو کې د  ۱۲۰۰ مترو په اوږدوالي سړکونه هم جوړ شوي دي.

دغه راز د دغې پروژې فرعي کانالونه یو عشاریه پنځه متره پلن او یو متر ژور او تر څنګ یې دوه د پلي تګ پلونه او دوه د موټرو پلونه هم د څلور مترو په اوږدوالي سره جوړ شوي دي.

له سیند څخه د کانال اصلي دروازې ته د اوبو بهیر د کنټرول وسیله هم نصب شوې او د سیند په اوږدو کې څلور متره لوړ او یو متر پلن دیوال جوړ شوی، تر څو د کانال اضافي اوبه سیند ته مخه کړي. دغه راز یو بل دیوال جوړ شوی ترڅو د سېلابونو یا طوفاني بارانونو له خطر څخه د کانال ساتنه وکړي.

د یادولو وړ ده چې له یادې پروژې څخه (۹۵۰) کورنۍ ګټه پورته کوي. د پرتکا کانال فرعي کانالونه (۳۰۰) کروندو ته اوبه رسوي. په همدې اساس، دغه کانال د بزګرانو د لګښتونو په سلو کې ۵۰ کمولو کې مرسته کړې؛   ځکه بزګرانو د هلمند له سیند څخه ځینو کروندو ته د اوبو د پمپولو لپاره د تېلو له پمپونو څخه کار اخیست.

د دغې پروژې په پلي کېدو سره د سیمې د بزګرانو په کرنیزو حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دی.

Visits: 230

تماس با ما

ارسال گزارش

آژانس خبری پژواک علاقمند است تا گزارش های شما را نشر کند. در صورت تمایل با کلیک کردن بر روی این لینک با ما تماس بگیرید.

اپلیکیشن موبایل پژواک

اپلیکیشن پژواک را بر روی تلفن هوشمند خود نصب کنید تا آخرین خبرهای ما را دریافت کنید. بیشتر