Pajhwok Afghan News

افغان ځواکونو د کندهار په رېګستان کې له ډیورنډ کرښې سره د پاکستان تاسیسات له منځه وړي

کندهار (پژواک، ۱۵ مرغومی ۱۴۰۰): د کندهار په رېګستان ولسوالۍ کې د ډیورنډ له فرضي کرښې سره د افغانستان په خاوره کې د پاکستان له خوا جوړ شوي تاسیسات له منځه وړل شوي دي.

دا پېښه پرون له غرمې وروسته ماسپښین مهال شوې ده.

د کندهار د والي ویاند مولوي محمود عزام پژواک خبري اژانس ته وویل، پاکستاني ځواکونو د دغه ولایت په رېګستان ولسوالۍ کې له ډیورنډ فرضي کرښې راتېر شوي وو او د افغانستان په خاوره کې یې یو شمېر پایې درولې وې.

هغه زیاته کړه، د ۲۰۵ البدر قول اردو اړوند سرحدي ځواکونو نه یوازې دا پایې له منځه یووړې، بلکې د هغوی له خوا غځول شوی اغزن سیم یې هم ټول کړ.

په دې اړه یادې قول اردو یوه ویډیو هم خپره کړې چې په کې امنیتي ځواکونه د یوې پایې د چپه کولو په حال کې لیدل کېږي چې د پاکستان بیرغونه هم پرې لګول شوي دي.

په دې ویډیو کې د سرحدي ځواکونو یو چارواکی وايي چې د ګزمې پر مهال د پاکستان له خوا پر افغان خاوره له یوې لګول شوې پايې سره مخ شوي چې د دوی له خوا له منځه یووړل شوه.

له تېرو دوو اوونیو راهیسې امنیتي ځواکونو له ننګرهار، نیمروز، هلمند او زابل وروسته دا ځل په کندهار کې پر ډیورنډ کرښه د پاکستان د تاسیساتو مخنیوی کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پرون ناوخته وویل چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د وروستیو پېښو له امله د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرو ته اړتیا ده.

بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د مرغومي په ۱۳مه په اسلام اباد کې په یوې خبري غونډه کې ویلي چې له افغانستان سره پر پوله به په یو اړخیزه توګه د اغزن سیم لګولو ته دوام ورکړي.

خو په عین حال کې یې څرګنده کړې چې د اغزن سیم اړوند د ځینو ترینګلتیاوو د حل په موخه له ډیپلوماټیکي لارو د افغانستان له حکومت سره په اړیکه کې دي.

پاکستان پر ډیورنډ کرښه د اغزن سیم لګولو کار په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې ظاهراً پر دې نیت پیل کړ چې د ناقانونه وسله والو او قاچاق مخنیوی وکړي.

د پاکستاني چارواکو له قوله، تر دې مهاله د اغزن سیم غځولو کار ۹۰ سلنه بشپړ شوی دی.

Views: 415

Exit mobile version