ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په دوو اوونیو کې د سرپل د پاسپورټ امریت عواید څه باندې ۴ میلیونه افغانۍ شوي

په دوو اوونیو کې د سرپل د پاسپورټ امریت عواید څه باندې ۴ میلیونه افغانۍ شوي

author avatar
6 Jan 2022 - 11:32
په دوو اوونیو کې د سرپل د پاسپورټ امریت عواید څه باندې ۴ میلیونه افغانۍ شوي
آرشیف
author avatar
6 Jan 2022 - 11:32

سرپل (پژواک، ۱۶ مرغومی ۱۴۰۰): د سرپل د پاسپورټ امریت مسوولین وایي چې په دوو اوونیو کې د دغه ولایت د پاسپورټ امریت عواید څلور میلیونه ۳۴زره او ۵۰۰ افغانیو ته رسېدلي دي.

د سرپل امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي امر ضياخان اسحاقزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د یاد ولایت ‎د امنيې قوماندانۍ د پارسپورټ امریت له تېرو ١٥ ورځو راهیسې بېرته خپل فعالیت پیل کړی چې په دې موده ١٥زره کسانو د پاسپورټونو لپاره غوښتنليکونه ورکړي دي.

هغه وویل چې له دې ډلې د پاسپورټ ۷۰۷ غوښتونکي راجسټر او بایومټریک شوي چې عواید یې څلور میلیونه ۳۴زره او ۵۰۰ افغانیو ته رسېدلي او د حکومت خزانې ته لېږدول شوي دي.

اسحاقزي دغه راز زیاته کړه چې د سرپل ولایت د پاسپورټ امریت هره ورځ د پاسپورټ ۱۴۰ غوښتونکي بایومټریک کوي او اسناد یې کابل استوي.

Views: 11

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.