Pajhwok Afghan News

د اقتصاد کمېسیون په غونډه کې د معیاري تېلو او ګاز د تورید په اړه لازمې پرېکړې وشوې

کابل (پژواک، ۱۵ مرغومی ۱۴۰۰): د اقتصاد کمېسیون غونډه د رییس الوزرا د مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ جوړه او په کې د نفتو او ګاز د معیاري تورید او د افغانستان – ایران پر پوله د ګډ بازار رامنځته کېدو په اړه خبرې وشوې.

دغه مطلب د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني پر خپله ټویټرپاڼه خپور کړی او زياته کړې یې ده چې په دې ناسته کې د افغانۍ د ارزښت پر کنټرول سربېره، د ازبکستان له پولې تر تورخم پورې د اورګاډي پټلۍ پروژې د سروې او د خوراکي توکو د سمدستي واردولو په اړه هم خبرې وشوې.

هغه زياته کړه چې د اقتصادي کمېسيون غونډه پرون ماښام مهال د رییس الوزرا د مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ جوړه شوه او لومړى د ټاکل شوو پلاو پر کاري راپور خبرې وشوې.

هغه لیکلي چې په یاده ناسته کې د هېواد د اقتصاد پر اوسني وضعیت، په ځانګړې توګه د معیاري تېلو او ګاز د تورید پر بېلابېلو طرحو خبرې وشوې.

سرچينې لیکلي، د افغانستان- ايران پر پوله د ګډ بازار، د افغانۍ د ارزښت کنټرول، د ازبکستان له پولې تر تورخمه د اورګاډي پټلۍ د پروژې سروې، صنعتي پارکونه او د خوراکي توکو د سمدستي واردولو طرحې هغه مهم موضوعات وو چې په یاده غونډه کې پرې خبرې او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.

Views: 42

Exit mobile version