هرات ښار (پژواک، ۱۹ مرغومی ۱۴۰۰): د هرات ولایت سیمه ییزه اداره د ترکیې او افغانستان ترمنځ د اقتصادي او فرهنګي همکاریو له ډېرېدو د هرکلي ترڅنګ د هرات د زعفرانو پېرلو ته د ترکیې له لېوالتیا خبر ورکوي.
د هرات والي مولانا نوراحمد اسلام جار پرون په افغانستان کې د ترکيې له مرستيال سفير چنګيز ايديمير سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او فرهنګي همکاريو پر ډېرېدو ټينګار کړی دی.
په ورته مهال په کابل کې د ترکيې مرستيال سفير چنګيز ايديمير، هرات ولايت ته د خپل سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه، اقتصادي او فرهنګي اړيکو د پياوړتيا په اړه خبرې کړې دي.
د ترکیې مرستیال سفیر د هرات ولایت د زعفران په پېرلو کې د خپل هېواد له لېوالتیا هم خبر ورکړ.
هغه زیاته کړه چې په دې برخه کې به دوی لازمه همکاري وکړي.
هرات ته د دغه پلاوي د سفر په تړاو د ولایت له مقامه په خپره شوې خبرپاڼه کې د والي له قوله راغلي چې د هرات او ترکيې ترمنځ د هوايي دهلېز جوړول مهم دي او له ترکيې يې غوښتي چې په دې برخه کې همکاري وکړي.
سرچینې لیکلي چې نوموړي دغه راز د ترکیې له مرستیال سفیره وغوښتل چې له دغه ولایته ترکیې او له هغه ځایه اروپايي هېوادونو ته د زعفرانو صادرېدو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د يادونې ده، د نوي حکومت په راتګ او د دغه نظام د په رسمیت نه پېژندلو له امله د هرات ولایت د زعفرانو د پلور او صادراتو بازار ټکنی شوی دی.
Views: 173