Pajhwok Afghan News

“نړۍوال دې د افغانستان حکومت پر رسمیت وپېژني”

کابل (پژواک، ۲۰ مرغومی ۱۴۰۰): د کابل سلګونو اوسېدونکو د افغانستان د کنګل شوو پيسو د ازادېدو او د اوسني حکومت د په رسمت پېژندلو غوښتنه وکړه.

د جمهوريت له سقوط وروسته امريکا د افغانستان شاوخوا لس ميليارده ډالره پانګه کنګل کړې او په تېرو شاوخوا پنځو مياشتو کې يوه هېواد هم تر اوسه د افغانستان حکومت پر رسميت نه دی پېژندلی.

د یادو موضوعاتو په اړه په کابل کې مېشتو قومي خلکو د مرغومي په ٢٠مه غونډه جوړه کړې وه او له اوسني حکومته يې خپل ملاتړ اعلان کړ.

قومي مشر مولوي نصرت وويل چې د نننۍ غونډې اساسي موخه له حکومته ملاتړ، د کنګل شوو پيسو ازادېدل او د حکومت پر رسمیت پېژندل دي.

د نوموړي په وينا، که چېرې د افغانستان يادې ستونزې هوارې نه شي، نو خلک به يې له ډېرو مشکلاتو سره مخ شي.

دغه راز د کابل د مدني ټولنو او شوراګانو د انسجام مسوول فرهاد شریفي په یاده غونډه کې وویل چې حکومت دې مدني ټولنو او شوراګانو ته د تېر په څېر د فعالیت اجازه ورکړي.

هغه وویل چې په هېواد کې داسې مدني ټولنې او قومي شوراګانې شته چې د ولس له منځه راپورته شوي او کار ورته کوي.

ده هم له نړیوالو غوښتنه وکړه چې افغان حکومت دې پر رسمیت وپېژني، کنګل شوې پیسې دې ازادې کړي او خپلې بشري مرستې دې زیاتې کړي.

په یاده غونډه کې د قومونو او قبایلو چارو رییس مولوي اخترشاه هاشمي وویل، اوس چې کوم نظام په افغانستان کې موجود دی، دا د ټولو افغانانو شریک نظام دی.

دی وايي چې په تېر شلو کلونو کې به داسې ورځ نه وه چې افغانان په کې نه وژل کېدل، خو اوس په ټول هېواد کې امنیت دی.

په دې غونډه کې یو پرېکړه لیک هم صادر شو.

په پرېکړه لیک کې راغلي، ټول هغه افغانان چې په بهرنیو هېوادونو کې ژوند کوي، بېرته دې خپل وطن ته راستانه شي.

پرېکړه لیک کې له نړیوالو غوښتل شوي چې افغان حکومت دې پر رسمیت وپيژني او د افغانستان کنګل شوې پیسې دې ازادې کړي.

د يادونې ده، له دې وړاندې هم خلکو د افغانستان د کنګل شوو پیسو د ازادېدو غوښتنه کړې ده.

Views: 57

Exit mobile version