کابل (پژواک، ۲۰ مرغومی ۱۴۰۰): حکومتي سرچینې وایي، تېره شپه د کابل ښار پنځمې حوزې اړوند په خوشحال خان سیمه کې څو انسان تښتوونکي له پښو غورځول شوي دي.
د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره شپه پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي: «لږ مخکې د کابل ښار پنځمې حوزې اړوند خوشحال خان سیمه کې څو تنه اختطافګر چې د تښتونو هڅه یې کوله، د اسلامي امارت د ځانګړو ځواکونو له خوا تعقیب او له پښو وغورځول شول»
هغه په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
تېره شپه په یاده سیمه کې د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.
Views: 119