Pajhwok Afghan News

ناپېژاندو وسله والو لغمان کې د يوې کورنۍ پنځه غړي وژلي

جلال اباد (پژواک، ۲۱ مرغومی ۱۴۰۰): د لغمان ولايت د قرغيو ولسوالۍ په مربوطاتو کې ناپېژاندو وسله والو کسانو د يوې کورنۍ پنځه غړي وژلي او يو بل يې ټپي کړی دی.

د سيمې اوسېدونکی وايي چې په وژل شوو کسانو کې درې ماشومان، دوه نجونې او ټپي د کورنۍ نارينه دی.

د لغمان د والي وياند صلاح الدين زاهد د مرغومي په ۲۱مه پژواک اژانس ته وويل چې وړمه شپه د دغه ولايت د قرغيو ولسوالۍ په مربوطاتو کې ناپېژاندو وسله والو کسانو د يوې کورنۍ پنځه غړي چې درې يې ماشومان او دوه نجونې دي وژلي دي.

هغه زياته کړه، امنيه قوماندانۍ په دې تړاو پلټنې پيل کړي او لومړنيو پلټنو څرګنده کړې چې کورنۍ کومه شخصي دښمني نه درلوده، خو نور جزييات به وروسته په ډاګه شي.

د سيمې يو اوسېدونکي عبدالله پژواک اژانس ته وويل چې پېښه د قرغيو ولسوالۍ سرخکانو سيمه کې د ځايي کوچيانو په يوه کور کې شوې ده.

هغه زياته کړه، د شپې ناوخته وسله وال دغه کور ته داخل شوي، درې ماشومان او دوه نجونې يې وژلي او يو نارينه يې ټپي کړی دی.

د نوموړي په خبره،زيانمن شويو له امنیې قوماندانۍ څخه د همکارۍ غوښتنه کړې خو هغوی تر اوسه د قاتلينو په نيولو نه دي بريالي شوي.

Views: 1046

Exit mobile version