میمنه (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۰): په فاریاب کې سیمه ییزې سرچینې وایي چې ناپېژاندو وسله والو د دغه ولایت د لولاش ولسوالۍ په لاشي کلي کې یو قومي مشر وژلی دی.
د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي شمس الله محمدي د يادې پېښې د تایید ترڅنګ پژواک ته وویل چې تېره شپه د ناپېژاندو وسله والو له خوا د لولاش ولسوالۍ په لاشي کلي کې د ملا عبدالله په نوم یو کس وژلی دی.
هغه د دې وژنې انګېزه شخصي دښمني یاده کړه او ویې ویل چې په دې تړاو دوه کسان نیول شوي دي.
د وژل شوي کس زوی حبیب الله وایي چې ۶۲ کلن پلار یې پرون هغه مهال چې غوښتل یې د لمانځه لپاره اودس وکړي، د ناپېژاندو وسله والو له خوا وویشتل شو.
نوموړي زیاته کړه چې پلار یې له هيچا سره د ښمني نه لرله او له هيڅ یوې ډلې یې سره تړاو نه درلود.
Views: 298