Pajhwok Afghan News

له نیدرلنډ سره د سیالیو لپاره د افغان لوبډلې نوملړ اعلان شو

کابل (پژواک، ۲۶ مرغومی ۱۴۰۰ ): د کرکټ بورډ مسوولینو  له نیدرلنډ هېواد سره د درې یو ورځنیو سیالیو لپاره د افغان ملي لوبډلې نوملړ اعلان کړ.

د یادو سیالیو نوملړ د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د مرغومي په ۲۶مه له پژواک خبري اژانس سره شریک کړ.

په دې نوملړ کې حشمت الله شهیدي لوبډل مشر، رحمان الله ګربز، عثمان غني، رحمت شاه، نجیب ځدراڼ، راشد خان، ګلبدین نایب، مجیب ځدراڼ، اکرام علي خېل، فرید ملک، قیس احمد، شرف الدین اشرف، ریاض حسن، شاهدالله کمال، عظمت الله عمرزی، فضل حق فاروقي، یمین احمدزی او محمد سلام صافی شامل دي.

دا سیالې د افغانستان په کوربه توب په قطر هېواد کې د روانې جنوري میاشتې په ۲۱مه ۲۳مه او ۲۵مه نېټه له نیدرلنډ لوبډلې سره ترسره کېږي.

یادې لوبې د کرکټ د نړیوالې شورا د سوپرلیګ برخه ده چې د ۲۰۲۳ نړیوال جام د غوراوي لپاره ترسره کېږي.

د یادونې ده، افغانستان د سوپرلیګ په یو ورځنیو سیالیو کې تر دې مهاله ۳۰ نومرې لري.

Views: 41

Exit mobile version