ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناروې به په هرحال کې د افغانستان له خلکو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي “

ناروې به په هرحال کې د افغانستان له خلکو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي “

author avatar
17 Jan 2022 - 15:30
ناروې به په هرحال کې د افغانستان له خلکو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي “
author avatar
17 Jan 2022 - 15:30

کابل (پژواک، ۲۷مرغومی ۱۴۰۰): د سولې عالي شورا مخکني رییس ډاکتر عبدالله نن د ناروې له سفیر سره د بېلابېلو مسایلو په اړه خبرې وکړې.

د ډاکتر عبدالله له مطبوعاتي دفتر څخه د مرغومي په ۲۷مه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې د ناروې سفیر اندریس لیندمن او ورسره پلاوي د افغانستان له خلکو سره د نړیوالو مرستو پر دوام د ټینکار تر څنګ هیله وښوده چې د افغانستان د خلکو لپاره بهتره شرایط رامنځته شي.

سرچینه زیاتوي، هغه وویل چې دوی او همکاران یې په هرحال کې د افغانستان د خلکو تر څنګ دي او خپلو همکاریو ته به دوام ورکړي.

سرچینې د عبدالله له خولې لیکلي : ((له افغانانو سره مې د ناروې له مرستو نه په ځانګړې ډول د سولې له پروسې او د دوحې د مذاکراتو په برخه کې د ناروې هېواد له هڅو څخه د مننې ترڅنګ وویل چې افغانان په اوسنیو شرایطو کې نړیوالو مرستو ته ډېره اړتیا لري.))

Views: 277

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.