Pajhwok Afghan News

خیرخواه: راتلونکو څو ورځو کې به د دولتي پوهنتونونو درسونه پیل شي

کابل (پژواک، ۲۸ مرغومی ۱۴۰۰): د لوړو زده کړو وزارت مسوولین خبر ورکوي چې ښايي راتلونکو لسو ورځو کې د دولتي پوهنتونونو درسونه پیل شي او وايي، د نجونو او هلکانو ټولګي به یو ځای نه وي.

د لوړو زده کړو وزارت مرستیال لطف الله خیرخواه نن په کابل کې یوه خبري کنفرانس کې وویل: ((ښايي راتلونکو ۱۰ یا ۱۵ ورځو کې د وروستي سمستر د محصلینو لپاره د دولتي پوهنتونونو درسونه پیل شي.))

نوموړي زیاته کړه، په یوه طرحه کار روان دی څو هغه محصلین چې تازه پوهنتونونو ته بریالي شوي یا د درس په جریان کې وو هم وکولای شي خپل درسونه بشپړ کړي.

هغه زیاته کړه: ((د اوس لپاره زموږ د بودیجې او امنیت ټولې ستونزې حل شوې، موږ ته یې اجازه راکړې چې پوهنتونونه پیل کړو.))

سرچینې زیاته کړې، هڅې روانې دي چې تحصیلي بورسونه هم د ټولو محصلینو ترمنځ په مساوي ډول ووېشل شي.

نوموړي د هغو اندېښنو په اړه چې ځينې پوهنځي له منځه تللي وویل، هیڅ پوهنځی له منځه نه دی تللی، خو د نجونو او هلکانو درسي ټولګي به یو ځای نه وي.

د یادونې ده چې له تېرو پنځو میاشتو راهیسې د نوي حکومت تر واک ته رسېدو وروسته ټول دولتي پوهنتونونه تړل شوي دي.

Views: 48

Exit mobile version