Pajhwok Afghan News

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۵ کسان هېواد کې پر کرونا اخته شوي دي

کابل(پژواک،۲۹ مرغومی ۱۴۰۰): د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۵ کسان پر کرونا اخته شوي او دوو کسانو د دې ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر جاوید هژیر پژواک ته وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۷۱۶ کسانو د کرونا ټسټ ترسره شوی او له دې ډلې یې د ۹۵ کسانو ټسټ مثبت دی.

د هغه د معلوماتو له مخې، ۵۲ کسان په ننګرهار ۲۲ په کابل، ۱۰په کندهار،۵ په هلمند، ۵ په میدان وردګو او یو کس په کونړ ولایت کې پر کرونا اخته شوي دي.

نوموړی وایي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۶ کرونایي ناروغان بیرته روغ شوي دي.

د هغه په خبره په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د یادې ناروغۍ له امله دوه تنه مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وایي، د یادې ناروغۍ له پیل څخه تر اوسه د ۸۳۵ زره او ۸۹۴ کسانو د کرونا ټسټ ترسره شوی چې له دې ډلې د ۱۵۸ زره او ۷۷۲  کسانو ټسټ مثبت ښودل شوی دی.

د هغه په خبره تر اوسه د یادې ناروغۍ له امله اته زره کسان مړه شوي او ۱۴۹ زره او ۹۶۱ کسان ترې بیرته رغېدلي دي.

Views: 57

Exit mobile version