ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بدخشان کې د واورې ښویېدو له امله درې کسان مړه شوي

په بدخشان کې د واورې ښویېدو له امله درې کسان مړه شوي

author avatar
19 Jan 2022 - 14:23
په بدخشان کې د واورې ښویېدو له امله درې کسان مړه شوي
author avatar
19 Jan 2022 - 14:23

فیض‌اباد (پژواک، ۲۹مرغومی ۱۴۰۰): د بدخشان سیمه ییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د واورې ښویېدو له امله درې کسان مړه او پنځه کسان چې تر واوره لاندې بند پاتې وو د سیمې د اوسېدونکو او امنیتي منسوبینو له خوا ژغورل شوي دي.

د بدخشان ولایت د اطلاعات او فرهنګ رییس معزالدین احمدي پژواک ته وویل چې تېره ورځ ۱۱:۳۰ بجې د بدخشان ولایت د راغستان ولسوالۍ د خمبیل سیمې په پطیر کلي کې د واورې ښویېدو له امله درې کسان وژل شوي دي.

دی وايي چې په دې پېښه کې پنځه کسان تر واورو لاندې پاتې وو، خو د سیمې د اوسېدونکو او امنیتي منسوبینو له خوا ژغورل شوي دي.

د سیمې اوسېدونکی محبوب الرحمن طلعت وايي: ((یاد کسان د زرشویۍ لپاره سنګاب ته تلل چې د لارې په اوږدو کې له دې پېښې سره مخ شوي، درې کسان په کې مړه او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.))

نوموړي زیاته کړه چې د ژغورل شوو کسانو روغتیايي وضعیت مخ پر ښه کېدو دی.

طلعت وايي چې له تېرې ورځې راهیسې تر اوسه په دې سیمه کې د واورې ورښت دوام لري او د سیمې اوسېدونکي یې له کورونو بهر نه شي وتلی.

Views: 12

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.