ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان د دهراوود اوسېدونکي بشري مرستې او بنسټیزې پروژې غواړي

د اروزګان د دهراوود اوسېدونکي بشري مرستې او بنسټیزې پروژې غواړي

author avatar
20 Jan 2022 - 16:43
د اروزګان د دهراوود اوسېدونکي بشري مرستې او بنسټیزې پروژې غواړي
author avatar
20 Jan 2022 - 16:43

ترینکوټ (پژواک، ۳۰ مرغومی ۱۴۰۰): د اروزګان د دهراوود اوسېدونکي او قومي مشران وايي، په تېرو شلو کلونو کې دې ولسوالي ته پاملرنه نه ده شوې او ان د پوهنې، روغتیا او مخابراتي خدماتو په څېر له لومړنیو اسانتیاوو هم بې برخې ده.

هغوی زیاتوي، دا ولسوالي په تېرو جګړو سخته ځپلې، لومړی باید له خلکو سره بشري مرستې وشي او وروسته بنسټیزې پروژې په کې پلې شي.

خلکو او قومي مشرانو دا څرګندونې د اروزګان له والي سره په لیدنه کې وکړې چې دغې ولسوالۍ ته یې سفر کړی و.

یوه قومي مشر طوطي اکا وویل، دهراوود د نفوس او مساحت له مخې د اروزګان مهمه ولسوالي ده خو هیڅ پاملرنه ده ورته شوې.

هغه زیاته کړه: ((ولسوالۍ ته غځېدلې لار خرابه ده، مکتبونه نه لرو، کلینکونه نه لرو، مخابراتي خدمات نشته، پخوانيو حکومتونو په تېرو شلو کلونو کې دې ولسوالي ته توجه و نه کړه، اوسنی حکومت باید توجه ورته وکړي.))

د دهراوود د لونډیانې سمې اوسېدونکي سید کریم وویل، دا ولسوالي تېرو جګړو سخته ځپلې، خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي، لومړی باید له خلکو سره بشري مرستې وشي او وروسته بنسټیزې پروژې پلې شي.

هغه زیاته کړه، په تېرو حکومتونو کې چارواکو د دوی غږ نه اورېده او ان خپلو ادارو ته یې هم نه پرېښودل خو اوس یې تمه نوي راغلي حکومت ته ده.

د ولسوالۍ ګڼو نورو اوسېدونکو هم له ورته ستونزو شکایت وکړ او له چارواکو یې وغوښتل چې لاسنیوی یې وکړي او د ژوند اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

د اروزګان والي حاجي دعوت وویل، دې ولسوالۍ ته یې د خلکو د ستونزو د اورېدو په موخه سفر کړی دی.

هغه زیاته کړه، ځینو مرستندویه ادارو ته یې دنده سپارلې څو د تېرو جګړو پر مهال د ویجاړو شوو کورونو د سروې لپاره دې ولسوالي ته پلاوی ولېږي او د کورونو په ترمیم کې له خلکو سره مرسته وکړي.

دغه راز یې یادونه وکړه چې د دولتي اداو په ګډون خیریه ادارو د مرستو لړۍ پیل کړې د دې ولسوالي اوسېدونکي به هم ورڅخه برخمن شي.

نوموړي وویل، په ولسوالي کې د پرمختیايي پروګرامونو د پلي کولو لپاره یې له مرکزي ادارې سره خبرې کړې دي.

والي د ولسوالي ملکي او نظامي چارواکو ته سپارښتنه وکړه چې د خلکو د خوندیتوب لپاره هڅه وکړې او عدالت پلی کړي.

د اروزګان د ټولګټو چارو رییس مولوي نظام الدین نظامي وویل، دې ادارې د د جګړو له امله د ویجاړ شوي پُل د جوړولو چارې پیل کړې چې دهراوود له ترینکوټ او نورو ولسوالیو سره نښلوي.

ده خبر ورکړ چې د بودجې له پیدا کېدو سره به د ولسوالۍ لاره هم جوړه شي.

د یادونې ده، په دې وروستیو کې ولایتي چارواکو ولسوالیو ته سفرونه پیل کړي څو د خلکو ستونزې واوري او حل لارې یې ومومي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.