Pajhwok Afghan News

«ترکیه د افغانستان د اسلامي امارت پر ضد هېڅ خوځښت ته اجازه نه ورکوي»

کابل (پژواک، ۳۰ مرغومی ۱۴۰۰): د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د ترکیې سفیر د دغه وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد به یې د افغانستان د نظام پر ضد هېڅ ډول خوځښت ته اجازه ورنه کړي.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست وزیر سراج الدین حقاني تېره ورځ افغانستان کې د ترکيې له سفیر جهاد ارګینای سره وکتل.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د کورنیو چارو وزارت سرپرست په دغه کتنه کې ویلي: «هغه کسان چې له اسلامي امارت څخه وېره لري او ترکيې هېواد ته تللي هغوی دې د اسلامي امارت له عامې عفوې ګټه پورته کړي او دوست هېواد ترکیه دې هېواد ته د هغوی په راستنولو کې مرسته وکړي.»

سرچینه د جزییاتو له ورکولو پرته زیاتوي:«د ترکيې سفیر ډاډ ورکړ چې هېواد به يې د افغانستان د اسلامي امارت پر ضد هېڅ خوځښت ته اجازت ورنه کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال د ګڼ شمېر نورو افغانانو تر څنګ، د افغانستان د پخواني حکومت یو شمېر چارواکي هم په ترکیه کې دي.

د خبرپاڼې له مخې، حقاني په یاده کتنه کې د ترکيې له سفیر څخه غوښتي چې افغان یتیمانو ته تعليمي بورسونه ورکړي.

سرچېنې لیکلي چې د ترکیې سفیر له افغان یتیمانو سره د زده کړو په برخه کې د مرستې ډاډ ورکړی، ویلي یې دي چې د ترکیې بېلابېلې مرستندویه ادارې افغانستان کې له افغانانو سره په مرسته بوختې دي او خپلې دا هڅې جاري ساتي.

Views: 475

Exit mobile version