Pajhwok Afghan News

د بورې، غوړیو او تور چای بیې ټیټې شوې دي

کابل (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۰): نن د تېرې اوونۍ په پرتله د بورې، غوړیو او تور چای بیې ټیټې شوې خو د وریجو، سرو زرو، ډیزلو او مایع ګازو بیې لوړې شوې دي.

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک ته وویل چې نن د تېرې شنبې په څېر د یوه لېتر پټرولو بیه ۸۱ افغانۍ ده.

خو نوموړي وویل چې نن د تېرې اوونۍ په پرتله د یو لېتر ډیزلو بیه له ۷۵ افغانۍ څخه ۷۷ افغانۍ ته لوړه شوې ده.

دغه راز د کابل ښار د کلوله پشتې سیمې یوه ګاز پلورونکي محمد شریف وویل چې نن د تېرو اووه ورځو په پرتله د یو کیلوګرام ګاز بیه له ۸۲ څخه ۸۸ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د دواړو سرچینو په خبره، د مایع ګازو او ډیزلو بیې د تقاضا د ډېروالي او د سړې هوا او مواصلاتي لاړو د بندېدو له امله د وارداتو د کمښت په پایله کې لوړې شوې دي.

د غوړیو، بورې او تور چای بیه ټیټه شوې ده، خو د وریجو بیه لوړه شوې ده.

په کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو ټولنې رییس زمري صافي وویل چې د تېرو اووه ورځو په پرتله نن په عمده ډول د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانیو وریجو بیه له ۲۶۰۰ افغانۍ څخه ۲۸۰۰ افغانۍ ته لوړه شوې ده.

نوموړي وویل چې نړیوالو بازارونو کې هم د وریجو بیه لوړه شوې ده.

خو نوموړي وویل چې نن د تېرې شنبې په پرتله د ۱۶ لیتره مالیزیايي غوړیو عمده بیه له ۲۸۰۰ څخه ۲۷۵۰ افغانۍ، د ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بورې بیه له ۳۲۰۰ افغانۍ څخه ۳۱۵۰ افغانۍ او د یوه کیلوګرام تور افریقايي چای بیه له ۴۵۰ افغانۍ څخه ۴۲۰ افغانیو ته ټیټه شوې ده.

د یادو توکو بیه د وارداتو د ډېرېدو او تقاضا د کمېدو له امله ټيټه شوې ده.

په ورته وخت کې نوموړی وايي، نن هم د تېرې شنبې په څېر د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو عمده بیه ۲۴۵۰ افغانۍ او یو کیلوګرام شین اندونیزیايي چای په ۴۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو په مارکېټ کې د دغو توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي زاده پژواک اژانس ته وویل چې نن په پرچون ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۲۵۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۸۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۳۲۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړي په ۲۸۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۵۷۰ افغانی او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۵۰ افغانیو پلورل کېږي.

ده په داسې حال کې ده چې د سرو زرو بیې لوړې شوې دي.

د کابل ښار د مریم لېسې په بازار کې د سرو زرو یوه پلورونکي محمد جاوېد وویل چې د تېرو اووه ورځو په پرتله نن د یو ګرام ٧٥٠عیاره عربي سرو زرو بیه له۴۷۰۰ څخه ۴۷۵۰ افغانیو او د یو ګرام ٥٨٥عیار روسي سرو زرو بیه له  ۳۷۰۰ افغانیو څخه ۳۸۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د ده په خبره، د کابل ښار بازارونو کې د سرو زرو بیې تغییر نړیوالو بازارونو کې د هغه د بیو له تغییر سره تړاو لري.

د کابل ښار شهزاده سرای کې د صداقت صرافۍ مالک حاجي حسین د معلواتو له مخې، نن د تېرو اووه ورځو په څېر د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۱۰۴ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۵۰ افغانۍ تبادله کېږي.

د مرغومي په ۲۵ مه هم د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۱۰۴ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۵۰ افغانۍ تبادله کېدې.

Views: 53

Exit mobile version