Pajhwok Afghan News

د غزني اوسېدونکي د ولایتي روغتون د نسايي او ولادي څانګې د روغتیا پالانو له ناسم چلند څخه شکایت کوي

غزني (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۰): د غزني اوسېدونکي د ولایتي روغتون د نسايي او ولادي څانګې له ناسمو خدماتو شکایت کوي او وايي، ډاکټرانې او قابلې د زېږون پر مهال د ميندو او ماشومانو روغتیا ته پام نه کوي، بلکې غیر مسلکي او ناسم چلند کوي.

هغوی زیاتوي، دا کړنې نه یوازې د مېندو ناروغي لا ډېروي، بلکې د نوو زېږېدلو ماشومانو د مړینې لامل کېږي.

د غزني ښار د خشک سیمې یو اوسېدونکی عبدالله چې څو ورځې مخکې یې په دغه روغتون کې لور زېږېدلې، وايي، د قابلو د نه مسلکیتوب او ناسم چلند له امله نژدې و لور یې مړه شي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، له زېږون وروسته یې لور کافي ډېر وخت همداسې پرته وه، یوه قابله هم نه پیدا کېدله چې د هغې او د هغې د مور د روغتیا ساتنې لومړنۍ چارې ترسره کړي.

ده زیاته کړه، ډېرې هغه مېندې چې له لرې سیمو دغه روغتون ته راوړل کېږي او نابلدې وې، یوې او بلې خوا ته سرګردانه ګرځي، آن څوک یې پوښتنه هم نه کوي.

نوموړی وايي: ((د شپې له پلوه روغتون کې ستونزې ډېرې وي، ناروغان له درده کړېږي خو ډاکټرانې او قابلې ویدې وي، که یوه نیمه ډاکټره یا قابله ویښه وي نو په ناروغانو چیغې وهي، غوسې ورباندې کوي او ان طعنې او پېغورونه ورکوي.))

د غزني ښار بل اوسېدونکی نجیب الله هم ورته شکایت کوي او ادعا کوي چې د روغتون د نسايي او ولادي څانګې ډېرې قابلې مسلکي پوهه او تجربه نه لري او په واسطو ګومارل شوې دي.

هغه د څو ورځو مخکې کیسه کوي چې د خپلوانو نوی زېږېدلی ماشوم یې د روغتون د یادې شوې څانګې د روغتیاپالانو د نه پاملرنې له امله ژوند له لاسه ورکړ.

دی وايي: ((کله چې ماشوم وزېږېد نو د اکسېجن په اخیستلو کې یې ستونزه لرله خو ډاکټرانو او قابلو هیڅ پام ورته و نه کړ او نه یې د هغه صحي معاینه وکړه، هماغه و چې څو ساعته وروسته یې ساه ورکړه.))

نوموړی د عامې روغتیا ریاست له چارواکو غواړي چې په نسايي او ولادي څانګه کې اصلاحات راولي او د خلکو ستونزې هوارې کړي.

چارواکي هم په نسايي او ولادي څانګه کې ستونزې مني خو وايي څو ځلې یې ډاکټرانو او قابلو ته په دې اړه سپارښتنې کړې خو لا هم دا ستونزه نه ده حل شوې.

د غزني د عامې روغتیا رییس مولوي محمد حنیف مصباح پژواک اژانس ته وویل، دوی ته هم په دې اړه شکایتونه رسېدلي او څو ځلې یې ډاکټران او قابلې راغوښتي او په دې اړه یې خبرې ورسره کړې دي.

دی وايي، که بیا هم ستونزه حل نه شوه، ډاکټران او قابلې بیا هم ناغېړي وکړي نو له دندو به یې لرې کړي.

ده خلکو ته ډاډ ورکړ چې دغې ستونزې ته متوجه دی او د حل لپاره یې هڅې کوي.

Views: 86

Exit mobile version