ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پکتیکا کې د ۱۷ روغتیايي مرکزونو د جوړولو چارې نیمګړې پاتې دي

په پکتیکا کې د ۱۷ روغتیايي مرکزونو د جوړولو چارې نیمګړې پاتې دي

author avatar
29 Jan 2022 - 16:37
په پکتیکا کې د ۱۷ روغتیايي مرکزونو د جوړولو چارې نیمګړې پاتې دي
author avatar
29 Jan 2022 - 16:37

ښرنه (پژواک، ۹ سلواغه ۱۴۰۰): د پکتیکا د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۱۷ روغتیايي مرکزونو د جوړولو چارې نیمګړې پاتې دي.

د دغو روغتیايي مرکزونو له ډلې د ډېرو د جوړولو چارې ان ۹۰ سلنه بشپړې شوې چې په هېواد کې له سیاسي بدلون سره سم یې کارونه په ټپه ودرېدل.

د عامې روغتیا ریاست استازي ډاکټر محمد اسلم چې د اړوند ریاست د دغو نیمګړو پروژو په اړه یې ولایتي پرمختیايي کمېټې ته معلومات ورکول؛ وویل، په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې د ۱۷ روغتیايي مرکزونو د جوړولو چارې روانې وې چې د نظام له سقوط سره یې کارونه په ټپه ودرېدل.

دی زیاتوي، د دغو روغتیايي مرکزونو له ډلې د ځینو کارونه ۳۰ سلنه او د ځينو ۹۰ سلنه شوي دي.

نوموړي د بېلګې په توګه د ګیان ولسوالۍ د BHC روغتیايي مرکز ودانۍ یاده کړه چې د جوړولو چارې یې ۷۳ سلنه شوې دغه راز یې د امنې ولسوالۍ روغتیايي مرکز یاد کړ چې د جوړولو چارې یې ۸۰ سلنه مخ ته تللې دي.

د ده په خبره، د دغو او پاتې نورو روغتیايي مرکزونو د جوړولو نیمګړې چارې د بودیجې د نشتوالي له امله ولاړې دي.

دی وايي، په دې اړه یې له اړوند وزارت سره هم خبرې کړې او هیله یې دا ده چې هغوی بودیجه پیدا کړي او د دغو نیمګړو پروژو کارونه بشپړ شي.

هغه زیاتوي، پر دغو پروژو لسګونه میلیونه افغانۍ لګېدلې چې د عامې روغتیا وزارت، نړیوال او نورو مرستندویه ادارو له خوا ورکول کېدلې.

ده د دغو پروژو د نیمګړو کارونو پر بېرته پیلېدو ټینګار وکړ او ويې ویل، خلک روغتیايي خدماتو ته اړتیا لري او د دغو مرکزونو د ودانیو جوړول یو مهم ضرورت دی.

د یادو شوو روغتیايي مرکزونو له ډلې د جاني خېل ولسوالۍ د روغتیايي مرکز جوړولو قراردادي شرکت مسوول سید وايي، د اړوند روغتیايي مرکز د ودانۍ جوړولو کارونه یې تر نیمايي ډېر بشپړ کړي خو پیسې یې نه ورکول کېږي.

ده پژواک ته وویل، په دغه روغتیايي مرکز کې یې له ۲۰ میلیونه ډېرې افغانۍ بندې دي، کارګر او دوکانداران له دوی خپلې پیسې غواړي خو د پیسو د نشتوالي له امله یې خپل موبایلونه بند کړي دي.

نوموړی له عامې روغتیا وزارت څخه غواړي چې دوی ته پیسې ورکړي څو د ودانۍ نیمګړي کارونه بشپړ کړي.

د پکتیکا اوسېدونکي هم له حکومت او نړیوالو ادارو غواړي چې په دغه ولایت کې د روغتیايي مرکزونو د جوړولو پاتې نیمايي کارونه دې بشپړ کړي.

د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي سیدالله پژواک خبري اژانس ته وویل، خلک روغتیايي خدماتو ته جدي اړتیا لري چې په همدې بنسټ باید د دغه ولایت د روغتیايي مرکزونو د جوړولو نیمګړې چارې ژر پيل شي.

نوموړي د یادو شوو پروژو پر تمویلونکو ادارو غږ وکړ چې د روغتیايي مرکزونو د ودانیو د پاتې کارونو د بشپړولو په موخه بودیجه ورکړي، ځکه دا پروژې د ولس لپاره دي.

دی وايي،که په وخت د دغو ودانیو د جوړولو چارې پيل نه شي نو په اوسني وضعیت کې به ورښتونه او نورې طبیعي پېښې زیان ور واړوي.

د پکتیکا والي مولوي عبدالله مختار وايي، د دغه ولایت د روغتیايي مرکزونو د نیمګړو پروژو چارو د پيلولو په موخه یې د عامې روغتیا له وزیر سره خبرې کړې او هغه ژمنه کړې چې د امکاناتو له پيدا کولو سره به دغه ولایت ته سفر کوي او یادې شوې نیمګړې پروژې به پيلوي.

هغه زیاته کړه، خلکو ته د غوره روغتیايي خدماتو وړاندې کول یې لومړیتوب دی او په دې برخه کې خپلې ټولې هڅې کوي.

په پکتیکا کې د خلکو د نفوس په تناسب روغتیايي خدمات کم دي، د مرکز ښرنې ملکي روغتون یوازې ۷۵ بسترونه لري چې بسنه نه کوي، که د دغه روغتون بسترونه ۱۵۰ ته لوړ شي او د ۱۷ روغتیايي مرکزونو جوړولو پاتې چارې بشپړې شي نو په دغه ولایت کې به د روغتیايي خدماتو د کمښت ستونزه حل شي.

Views: 106

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.