ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان رباتیک نجونو ډلې په یوه نړیواله سیالۍ کې دویم مقام خپل کړ

د افغانستان رباتیک نجونو ډلې په یوه نړیواله سیالۍ کې دویم مقام خپل کړ

author avatar
30 Jan 2022 - 15:12
د افغانستان رباتیک نجونو ډلې په یوه نړیواله سیالۍ کې دویم مقام خپل کړ
author avatar
30 Jan 2022 - 15:12

کابل (پژواک،۱۰ سلواغه ۱۴۰۰): د هېواد مخکني ولسمشر حامد کرزي، د افغانستان د رباتیک نجونو ډلې د دویم مقام اتلولۍ مبارکۍ ویلو ترڅنګ هیله ښودلې چې راتلونکی کال په ټول هېواد کې د نجونو پر مخ ښوونځي خلاص شي.

د افغانستان رباتیک نجونو  په یوه نړیواله  سیالۍ کې د ۸۸ هېوادونو په منځ کې د یوه  ترافیکي ځیرک سیسټم په وړاندې کولو سره دویم مقام خپل کړ.

دغه سیالۍ دوه میاشتې مخکې پیل شوې وې او پایله یې د جمعې په ورځ د سلواغې په ۸مه اعلان شوه چې د افغانستان رباتیک نجونو په یاده سیالۍ کې د ۸۸ هېوادونو په منځ کې دویم مقام خپل کړ.

د رباتیک په دې سیالۍ کې چې په انلاین ډول ترسره شوې، د امریکا، اروپا او اسیا له براعظمونو بېلابېلو هېوادونو ګډون کړی و.

د افغانستان د رباتیک نجونو کپتانه سمیه فاروقي وایي چې دوی د یوه ځیرک ترافیکي سیسټم په جوړولو او په دې سیالیو کې د هغه په ښودو سره یې وکولای شول یاد مقام خپل کړي.

هغه زیاته کړه: «په افغانستان کې یو ځیرک ترافیکي سیسټم کولی شي چې د ترافیکي تراکم پر کنټرولېدو سربېره، سرعت او ترافیکي تخلفات هم په ځیرک ډول ثبت او مرکزي سیسټم ته یې ولېږدوي.»

نوموړې وویل، دوی په افغانستان کې ډېرو ترافیکي ستونزو ته په کتو وغوښتل چې داسې یوه طرحه ولري.

نن (د سلواغې ۱۰مه) د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي  په یوه نړیواله سیالۍ کې د افغانستان د رباتیک نجونو ټېم د اتلولۍ له امله د افغانستان ټول ملت ته مبارکي ویلې او دغه بریا یې د تعلیم، هڅو او زحمتونو پایله بولي.

هغه د یادو نجونو د تقدیرولو او ستایلو ترڅنګ هيله وښوده چې د نوي تعلیمي کال په پیل سره په ټول هېواد کې د نجونو ښوونځي پرانیستل شي چې بیا هم د هېواد د هلکانو او نجونو د استعدادونو د ودې زمینه برابره شي.

دا په داسې حال کې ده چې  د مخکني نظام  له سقوط وروسته د افغانستان د رباتیک ټېم نږدې لس غړي له هېواده بهر ته تللي، خو د داسې ابتکاراتو لپاره یې هڅې روانې دي.

د افغانستان رباتیک نجونې چې اوسمهال د کاناډا په هېواد کې مېشتې دي، د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډو د هغو د ملاتړ او هڅونې لپاره د هغوی ترڅنګ ولاړ دی.

Views: 22

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.